دخپریدو نیټه : 2016-03-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سیګار: امریکا افغان حکومت ته د ۸۵۸ ملیونه ډالرو په ارزښت ملکیتونه بښلي
احمد فیصل
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتش اداره وايي، امریکا د افغانستان حکومت ته د نږدې یو ملیارد ډالرو په ارزښت ملکیتونه بښلي دي. جان سوپکو په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۱۰ میلادي کال له جنورۍ د ۲۰۱۵ م کال تر فبرورۍ پورې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د واک لېږد په لړ کې د ۸۵۸ ملیونه ډالرو په ارزښت ودانۍ، پوځي اډې او پوستې بښلې دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش وايي، د امریکا پوځ اجازه نه لرله چې دا وړې او لویې اډې د افغانستان پر حکومت وپلوري. امریکا په افغانستان کې له خپلو ۷۱۵ اډو څخه، چې د جګړې پر مهال یې ورڅخه کار اخیست، ۳۹۱ د افغانستان حکومت ته سپارلي دي.