دخپریدو نیټه : 2016-03-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په حکومت کې د مافیا واکمني په ډېرېدو ده
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
یو شمېر شنونکي د چارواکو پرله پسې استعفاوې او یا یې په اړه ګنګوسې د اندېښنې وړ بولي او په وینا یې، په هغه ډول چې افغان چارواکي استعفاوې ورکوي، خلک پر حکومت بې باوره کېږي او د حکومت د ملا تېر ماتوي.
شنونکي وايي، په حکومتي سیستم کې د وړ کسانو پر ځای ورځ تر بلې مافیا پیاوړي کېږي او په دې ډول به بالاخره د نظام ستنې ولړزېږي.
سیاسي کارپوه اکبرجان پولاد وايي، په حکومتي سیستم کې د مافیا ريښې اوس دومره پياوړې شوې چې د کار وړ کسان اړ کېږي تر څو خپلې دندې پرېږدي.
دی چې په خپله یې هم د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو له ریاسته تازه استعفا کړې زیاتوي: ((له بده مرغه هغه کسان چې وغواړي بدلون راولي او یا د فساد پر وړاندې ودرېږي له ستونزو سره مخ کېږي او اړ کېږي چې خپله دنده پرېږدي، دا یو ننګونکې چاره ده او ناوړه عواقب به ولري.))
پولاد سرنوشت ته وویل، حکومت باید خپل کدرونه پیاوړي کړي او نوي کسان ورزوي؛ خو دا چاره اوس د مافیا د واکمنۍ له امله معکوسه ده او هره ورځ افغان کدرونه له هېواده هم وځي.
اکبرجان پولاد زیاتوي، ولس باید ولسمشر او نور چارواکي اړ کړي، تر څو کار اهل کار ته وسپارل شي او په حکومتي سیستم کې هغه مافیا چې د کورنیو او بهرنیو کړیو ملاتړ له ځان سره لري وشړل شي.
د ملي یووالي حکومت په وروستیو دوو میاشتو کې څو لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفاوې وکړې، څو نورو یې د استعفا ګواښ وکړ او د یو شمېر نورو د استعفا ګنګوسې خپرې شوې.
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي او د ټاکنو کمېسیون مخکنی رییس احمد یوسف نورستاني هغه چارواکي دي چې استعفا ته اړ شوي دي.
دغه راز د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخېل د استعفا ګواښ کړی او تر څنګ یې د کانونو د وزیر داوود شاه سبا چې په کابینه کې یو وړ وزیر بلل کېږي او د هلمند د والي د استعفا ګنګوسې خپرې شوې.
عام وګړي دغه چارې اندېښمن کړي او په باور یې حکومت د خپلو چارواکو د ساتلو وړتیا نه لري نو ولس به څنګه وساتي؟
کابل مېشتی مدني فعال قدرت الله اندېش وايي، که د استعفاوو لړۍ همداسې دوام وکړي بالاخره به حکومت د یوې سترې مافیا لاس ته ولوېږي.
نوموړي سرنوشت ته وویل، د خلکو تمه دا ده چې حکومتي مسوولین د اصلاحاتو هرکلی وکړي او وړ کسان پر دندو وګوماري؛ خو له بده مرغه هغه کسان چې کار کوي استعفاوو ته اړ کېږي.
دی د کانونو د وزیر کیسه یادوي چې د هېواد امنیت شورا ترې غوښتي چې د لاجوردو نیول شوې د قاچاق ډبرې پرېږدي.
خو د امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ دغه ادعا رد کړې او په رسنیو کې په دې تړاو خپاره شوي مکتوبونه یې د امنیتي چارواکو په حضور شوې فیصله بللې چې کوم ناقانونه شی په کې نه ښکاري.
دغه راز مشرانو جرګه هم د چارواکو په پر له پسې استعفاوو اندېښنه څرګندوي او دغه کار د پوښتنې وړ بولي.
سناتوران وايي چې پوه او پاک چارواکي د ناڅرګندو دلایلو له مخې استعفاوې ورکوي او دغه کار د اندېښنې وړ دی.