دخپریدو نیټه : 2016-03-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بګرام کې د امریکا یوه جنګي الوتکه نسکوره او هلمند کې یې یو سرتیری وژل شوی
احمد فیصل
د بګرام هوايې اډې سره نږدي تېره شپه د امريکايي ځواکونو يوه ايف شپاړس ډوله جنګي الوتکه نسکوره شوې. په بګرام کې د ميشتو امريکايې ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې پخلی شوی دی. سي این این ټلویزیون د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د ویاند پیټر کوک له خولې خبر ورکړی، چې د پېښې د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي. ایف شپاړس د امریکا نسبتاً پرمختللې جنګي الوتکې دي. د یوه بل خبر له مخې؛ پنټاګون وايي، په افغانستان کې یې تېره ورځ یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. سرچینه زیاتوي دغو سرتېرو ته یې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال مرګ ژوبله اوښتې.