دخپریدو نیټه : 2016-03-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سولې عالي شورا او اسلامي حزب د سولې په اړه پر ۸۰ سلنه مسایلو هوکړې ته رسېدلي
احمد فیصل
د سولې عالي شورا وایي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له پلاوي سره په پرونۍ ناسته کې په نږدې اتیا سلنه مسایلو هوکړې ته رسېدلي. د سولې د عالي شورا او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب درې کسیز پلاوي تر منځ، د سولې مخامخ خبرو دویمه غونډه تېره ورځ په کابل کې وشوه. د دې شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون وايي، په دې غونډه کې په نږدې اتیا سلنه مسایلو مخکې تللي دي. دی زیاتوي؛ پر پاتې مسایلو به هم په راتلونکې غونډه کې خبري وشي. د اوچقون په وینا، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه لیک په درېو فصلونو او ۲۶ مادو کې جوړ شوی، چې په کې د اختلاف درې ټکي لا هم د بحث وړ دي. هغه په ډاګه نه کړه، چې دواړه غاړې په کومو مسایلو د نظر یووالی نه لري، خو ویې ویل چې دغه ټکي د اندېښنې وړ نه دي.