مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا افغان ځواکونو ته څلور نورې سوپر ټوقانو جنګي الوتکې ورکړې

احمد فیصل
امريکا، څلور نورې (A-29) ډوله جنګي الوتکې چې د ځمکنۍ موخو د له منځه وړلو په برخه کې د بېلابېل ډوله وسلو د لېږد وړتيا لري، د ملي دفاع وزارت ته وسپارلې. د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، له پيلوټانو سره يو ځاى ټول تخنيکي ټيم هم په امريکا کې روزنه ترلاسه کړې ده. وزيري زياته کړه؛ دغه الوتکې په تاکتيکي سيمه کې اغېزناکې دي او د ځواکونو مورال لوړولى او د مخالفینو سنګرونو په بشپړه توګه له منځه وړلی شی. هغه وويل، چې دغه جنګي الوتکې د بېلابېلو وسلو لکه توپ، بمونو، راکټ او ماشيندارو د استعمال وړتيا لري. د وزیري د مالوماتو له مخې؛ يادې څلور الوتکې د هغو شلو الوتکو له ډلې دي، چې امريکا يې افغان ځواکونو ته د ورکړې ژمنه کړې او څلور يې له دې وړاندې هم افغان دولت ته سپارل شوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery