مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

الکوزی: د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه ژمنې یوازې ژمنې پاتې شوې

احمد فیصل
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د ملي یووالي حکومت د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه خپلې ژمنې نه دې عملي کړي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د ملي یووالي حکومت دې له خصوصي سکټوره په شعار نه، بلکې په عمل کې ملاتړ وکړي. الکوزی په کال کې د نږدې پنځه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د اتو میلیاردو نه نیولې تر نهو ميلیاردو ډالرو پورې واردات هغه څه یادوي چې د هېواد اقتصاد یې له ډېر بد وضیعت سره مخ کړی. نوموړي وویل، سره له دې چې حکومت ویلي و، چې له دې ورسته باید به په دولتي ادارو کې له کورنيو تولیداتو ګټه اخلي، خو د نوموړي په وینا دا خبرې یوازې د ژمنې تر کچې پاتې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery