دخپریدو نیټه : 2016-03-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان د لاهور د ځانمرګي برید په غبرګون کې ۵ زره کسان بندیان کړي
احمد فیصل
د پاکستان د پنجاب اعلی وزير ويلي، چې د دغه ایالت په لاهور ښار کې تر وروستي خونړي ځانمرګي برید وروسته یې تر ۵ زور ډېر مشکوک کسان نیولي دي. يوه ځانمرګي بریدګر د لاهور په يوه ګڼه ګوڼه پارک کې د عيسويانو د مذهبي جشن په ورځ ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړه. په دې پېښه کې نږدې ۷۵ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شول. د پنجاب ايالت اعلی وزیر رانا ثناالله وايي، چې تر یاد برید وروسته یې په چاڼیزو عملیاتو کې تر ۵ زرو ډېر کسان نیولي دي. د مالوماتو له مخې دا لومړی ځل دی، چې د یوه هېواد چارواکي له دا ډول پېښې سره په تړاو ۵ زره کسان نیسي.