مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

((آی ایس آی ته مې دومره ډېر رشوت ورکړی، چې د چا باور پرې نه کیږي))

احمد فیصل
د پاکستان تر ټولو ستر سوداګر ریاض حسین ادعا کړې، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (ISI) ترې رشوت اخیستی. نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په پاکستان کې د فساد له کبله دی او شتمنۍ یې تر ګواښ لاندې دي. ریاض حسین ویلي، نورې دولتي ادارې پر خپل ځای، آی ایس آی هم ترې دومره رشوت اخیستی چې د اورېدونکو باور پرې نه کیږي. د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د نوموړي په اړه لیکلي، چې ۳۰ کاله وړاندې یې د زوی د تداوۍ لپاره د کور سامان پلورلی او هماغه مهال یې په ۱۵ سوه پاکستانۍ کلدارو کار و بار پېل کړی، چې دا مهال د پاکستان ډېری پوځي مرکزونه د ده په جایدادونو کې جوړ شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery