مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ایران بالستیکي توغندیو آزمویل د امنیت شورا له پرېکړه لیک سرغړونه وبلل شوه

احمد فیصل
امریکا او درو نورو اروپايي ملګرو یې په یوه ګډ لیک کې د ایران بالستیکي توغندیو آزمویل د امنیت شورا له پرېکړه لیک سرغړونه بللې. د رویټرز د خبر له مخې، د ایران له لوري آزمویل شوي بالستیکي توغندیو د اټومي وسلو لېږدولو توان درلود، چې دا کار له امنیت شورا سره له شوې پرېکړې سرغړاوی دی. د غربي رسنیو د خبر له مخې؛ امریکا او درو نورو متحدینو یې په دې اړه د امنیت شورا د ناستې جوړولو غوښتنه کړې. تېر کال جولای میاشت کې ایران او د نړۍ لوی قدرتونه دې هوکړې ته ورسېدل چې د ایران اټومي پروګرام به د امنیت شورا د بندیزونو لیرې کېدو په مقابل کې درول کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery