دخپریدو نیټه : 2016-03-30 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
قزاقستان له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخوي
احمد فیصل
قزاقستان له افغانستان سره د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخیدو غوښتونکی دی. په کابل کې د قزاقستان سفیر اومرتای بیتیموف په افغانستان کې له قزاقستاني سوداگرو سره د سوداګریزې خونې د پرانیستو په مراسو کې وویل، چې په دې وخت کې د افغانستان او د قزاقستان د سوداګریزو اړیکو ټینګښت ته سخته اړتیا ده. نوموړي ویلي قزاقستان به له افغانستان سره خپلو مرستو ته د تېر په څیر دوام ورکړي. دغه راز د مشترک المنافع هېوادونو لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر په یاده غونډه کې وویل، چې دا مهال د افغانستان او قزاقستان په اړیکو کې ګټور ګامونه اخیستل شوي دي.