مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جلال اباد ښار کې د بهرنيو سياسي نماينده ګيو لپاره ډيپلوماتيکه ساحه جوړېږي

احمد فیصل
د ننګرهار ولايت د بهرنيو چارو رييس حفظ الله اسحاقي نن په جلال اباد کې د "کابل- المان" د سل کلنۍ دوستۍ د نمانځغونډې او نندارتون د پرانيستل کېدو په مراسمو کې وويل چې د دې ساحې د جوړولو هڅې گړندۍ روانې دي،څو پکې د ايران، پاکستان او هند د قونسلګريو په ګډون نورې سياسي نمايندګۍ مېشتې شي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د دې ساحې د جوړولو پروژه په روان کال کې پيلېږي. په ننګرهار کې شته سياسي نماينده ګۍ د ګڼې ګوڼې په ساحه کې دي، چې وخت نا و خته د وسله والو مخالفینو هدف هم ګرځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery