مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ستانکزی: بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان کې د طالبانو په نوم جنګېږي

احمد فیصل
د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی وايي، بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان کې د طالبانو په نوم له افغان ځواکونو سره پر جګړې بوختې دي. نوموړي چې د هېواد جنوبي ولایتونو ته په سفر تللی دغه څرګندونې په هلمند کې د یوې پوځي قرارګاه سرتېرو ته د خبرو پر مهال وکړې. ستانکزي ویلي، افغانستان کې روانه جګړه کورنی اړخ نه لري، بلکې د بهرنیانو له لورې پلان شوې توطیه ده، چې هڅه کوي افغان خاوره کې یې عملي کړي. هغه په ټینګار سره ویلي، چې هېواد کې جنګېدونکي وسله وال افغانان نه دي، بلکې بهرني ترهګر دي، چې د نورو د ګټو له پاره ورانکارې فعالیتونه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery