دخپریدو نیټه : 2016-04-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عطاء محمد نور: حکومت مې په زور له دندې نه شي ګوښه کولای
احمد فیصل
سرچینه : سپوږمۍ راډیو
عطاء محمد نور وايي، حکومت یې په زور له دندې نه شي ګوښه کولای او تر هغو به د بلخ د والي په توګه پاتې وي، چې د بلې دندې وړاندیز ورته نه وي شوی. نور له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې ولسمشر غني باید دی د والي په توګه ومني. هغه زیاته کړې، تر هغې وروسته چې دی یو ځل بیا په رسمي توګه د بلخ د والي په توګه ونومول شي؛ د خپلې دغې دندې په اړه به غور وکړي. نوموړي ویلي، که هغه مهال اړتیا وه، دی حاضر دی چې دنده پرېږدي، خو ټینګار یې کړی، چې حکومت یې په زور له دندې نه شي ګوښه کولای. د ویلو ده چې ولسمشر اشرف غني د خپلې کاري دورې په پېل کې د عطاء محمد نور په ګډون د ټولو ۳۴ ولایتونو والیان له دندو ګوښه او هغوی یې د سرپرست والیانو په توګه ونومول. د ملي یووالي حکومت تر هغې وروسته ګڼو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل خو عطا محمد نور لا هم پر خپلې چوکۍ پاتې دی.