مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

بلجیم کې افغان سفیر، عمر صمد له خپلې دندې استعفا وکړه

احمد فیصل
په بلجیم کې د افغانستان سفیر محمد عمر صمد له خپلې دندې استعفا کړې. صمد ولسمشرۍ ماڼۍ ته په خپله استعفا پاڼه کې لیکلي، چې که څه هم بلجیم د ده باور لیک دوې میاشتې وړاندې منلی، خو هېواد کې دننه یې اړوند چارې لا نه دي بشپړې شوې. ده زیاته کړې، وروستیو کې د چارو ادارې په یوه صادره مکتوب کې بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې نوموړی د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې د سفیر په توګه نه دی منل شوی. عمر صمد د خپلې دندې پرېښودو دلیل هم همدا په ګوته کړی او له حکومتي مشرانو یې غوښتي، چې استعفا یې ومني. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې ګڼو لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفا کړې ده. د ملي شورا دواړو جرګو د لوړ پوړو چارواکو استعفا غندلې او په دې اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery