دخپریدو نیټه : 2016-04-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
المان له افغان سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ
احمد فیصل
المان د افغان سولې له پروسې د ملاتړ اعلانولو تر څنګ پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د خبرو اترو مېز ته کېني. د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې؛ د المان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر په نړۍ کې وروستیو خونړېو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دوی د افغان سولې له پروسې هم ملاتړ کوي. نوموړي تېره ورځ له خپل تاجک سيال سره تر ناستې وروسته ویلي، چې د سیمې وضيعت د افغان سولې پروسې پورې تړلی دی او باید له دغه بهیر څخه ملاتړ وشي. تمه وه، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې د تېرې مارچ میاشتې په لومړېو کې ترسره شي، خو د طالبانو د نه ګډون تر اعلان وروسته د سولې پروسې برخلیک نا څرګند حالت ته ولاړ.