دخپریدو نیټه : 2016-04-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ډنډغوري او ډنډشهاب الدین ګڼې سیمې بېرته طالبانو ته پرېښودل شوې دي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
ځايي خلک وایي، د بغلان په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین کې یو ځل بیا د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې او ګڼې هغه سیمې بېرته وسله والو نیولې چې څه موده وړاندې د لویو عملیاتو پر مهال حکومت ترې نیولې وې.
د بغلان سیمه ییز چارواکي په دې اړه چوپ دي او ان په دې موضوع کې له نظر ورکولو هم ډډه کوي.
د بغلان یوه قومي مشر حاجي سیدالرحیم سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په تېره یوه اونۍ کې ګڼې هغه سیمې بېرته وسله والو نیولې چې د عملیاتو پر مهال یې دولتي ځواکونو ته پرېیښې وې.
هغه زیاته کړه: ((دلته نه یوازې دا چې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته د خلکو کورونه هم پر کنډوالو بدل شول، جوماتونه وران شول، ښوونځي ونړېدل؛ خو دولتي ځواکونه یوازې څو ورځې دلته وو او سیمه یې بېرته سیمه ییزو پولیسو ته پرېښوده چې اوس طالبانو ترې ګڼې سیمې بېرته نیولې.))
یوه بل قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل، د بغلان سیمه ییزو چارواکو د عملیاتو پر مهال هم له خلکو سره توپیري چلند کاوه او اوس یې سیمې هم بېرته د ځانګړي پلان له مخې وسله والو ته پرېښودې.
ده وویل، د ډنډغوري په څو کلیو کې په ځانګړي ډول نیازالدین کلا کې امنیتي ځواکونو د خلکو کورونه له خاورو سره یو کړل، دوی یوازې غوښتل دلته پښتانه وځپي اوس یې بیا طالبانو ته فرصت ورکړ چې دغه سیمې بېرته ونیسي او څه موده وروسته به بیا راشي او په تېرو عملیاتو کې د خلکو پاتې شوي کورونه به هم ویجاړ کړي.
د بغلان سیمه ییز چارواکي په دې اړه هېڅ هم نه وايي چې د ډنډغوري او ډنډشهاب الدین کومې سیمې له دوی سره دي.
د سرنوشت خبریال پوره یوه ورځ د بغلان له چارواکو سره د اړیکې نیولو هڅه وکړه خو بریالی نه شو.
په شمال کې مېشت خبریال عبدالله ساحل بیا وايي چې سیمه ییزو چارواکو ورته منلې چې یو شمېر سیمې په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین کې بېرته طالبانو نیولې دي.
دی وايي، په سیمه کې سیمه ییز پولیس مېشت شوي او دولتي چارواکو ورته د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو تر منځ د شخړې پخلی کړی دی.
په کابل کې مېشت ټولنیز فعال ډاکتر خوشحال روهي هم پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې د ډنډغوري او ډنډشهاب الدین عملیات یوازې د یوه قوم د شړلو هڅه وه چې د حکومت دننه او بهر کړیو وکړه.
سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې حکومت دې له خلکو سره پر واټن کمولو تمرکز وکړي، نه دا چې خلک له ځانه لرې کړي او یا هم امنیتي ځواکونه څوک بدنام کړي.
د شنونکو په خبره، امنیتي ځواکونه په زړورتیا سره د عملیاتو پر مهال قرباني ورکوي او هغه سیمې چې په قربانۍ نیول کېږي باید په اسانۍ پرې نه ښودل شي.
هڅه مو وکړه د بغلان د ډنډغوري او ډنډشهاب الدین د اوسني حالت په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو بریالي نه شوو.