دخپریدو نیټه : 2016-04-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغان حکومت د نړيوالې ټولنې د اوږدمهاله مرستو غوښتنه وکړه
احمد فیصل
حکومت دغه غوښتنه د بروکسل او وارسا ناستو لپاره د چمتووالي په موخه د ګډ بورډ غونډه کې وکړه. دغه راز افغان حکومت له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان په اړه يې کړې ژمنې د لنډې مودې لپاره نه وي. ماليې وزير اکليل حکيمي، په دې باور دی چې په بروکسل او وارسا ناستو کې به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې په امنیتي او پراختیايي برخو کې د مالي مرستو ژمنې وشي. حکیمي:... زموږ غوښتنه له مرستندویو هېوادونو دا ده، چې د مرستو لنډمهالې ژمنې ونه کړي، هغوی باید لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره له افغانستان سره د مرستې ژمنې اعلان کړي، یانې تر ۲۰۲۰ کاله باید مرستې وشي. بل دا چې د ژمنو کچه باید هماغه ډول وي، چې پنځه کاله وړاندې شوې وې.