دخپریدو نیټه : 2016-04-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سرچینې: د ډېری دولتي چارواکو ساتونکي پر نشه روږدي دي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
باوري سرچینې وايي، د ګڼو حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې د غړو ساتونکي پر چرسو او نورو نشو روږدي دي او دغه کار د ټولنې پر نظم بد اغېز کړی او نور ځوانان هم نشو ته هڅوي.
شنونکي وايي، تر هغه چې حکومتي مسوولین په خپل ځان او ټېم کې اصلاحات رانه ولي، نه پرې خلک باور وکړي او نه هم خپل حیثیت ساتلی شي.
سرنوشت ورځپاڼې له بېلابېلو منابعو معلومات ترلاسه کړي او په کې ویل شوي چې د ننګرهار د والي سلیم خان کندوزي، د وردګو د والي حیات الله حیات، د ولسي جرګې د وکیل حاجي ظاهر قدیر، د جرګې د بل غړي محمدنعیم حمیدزي لالي، د مارشال فهیم د زوی ادیب فهیم، د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او ګڼو نورو چارواکو په ساتونکو کې پر چرسو روږدي کسان شته او په متواتر ډول دغه نشه کوي.
په ننګرهار کې یوې حکومتي سرچینې سرنوشت ته وویل، د حکومتي چارواکو ساتونکي له چارواکو پټ چرس څکوي او په ننګرهار کې خو د شپې ان د ولایت په قصر کې هم چرس څکول کېږي.
دغه سرچینې زیاته کړه: ((د سلیم خان کندوزي په ساتونکو کې پر چرسو ډیر روږدي شته چې د شپې مهال یې د ولایت په قصر کې هم څکوي، د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر ساتونکي هم ډېری یې پر چرسو روږدي دي.))
یوې بلې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، سرنوشت ته وویل، د ډېرو کمو حکومتي چارواکو ساتونکي ښايي روږدي نه وي.
د دې سرچینې په وینا، د حکومتي او غیر حکومتي چارواکو ساتونکي ځکه ډېر پر چرسو روږدي دي، چې د شپې مهال پیره کوي او په دې کار کې د مقاومت لپاره یې چرسو ته مخه کړې ده.
هغه چارواکي چې نومونه یې سرنوشت د بېلګې په توګه راټول کړي ډېری یې نه غواړي په دې اړه څرګندونې وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو او د ویاند مرستیال نجیب دانش کرۍ ورځ د سرنوشت د خبریال اړیکه پرې کوله.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، حکومتي چارواکي چې له ځانه اصلاحات پیل نه کړي، ټولنه او ملت نه رهبري کولی شي او نه یې څوک خبره اوري.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: ((زه په خپله د ډېرو چارواکو ساتونکي پېژنم چې پر چرسو روږدي دي، لوړپوړي چارواکي بیا په شرابو روږدي دي او چرس خو اوس دود شوي او ان ځيني ساتونکي په سیالۍ له یو بل سره چرس څکوي.))
روحاني وايي، ټول چارواکي باید په خپلو ساتونکو کې تصفیه وکړي او پر چرسو روږدي ساتونکي له یو لوري د چارواکو حیثت خرابوي او له بل لوري ټولنې ته ناوړه پیغام وړاندې کوي او نور ځوانان هم نشې ته هڅېږي.
د حکومتي چارواکو په ساتونکو کې د چرسیانو خبره په داسې مهال کې راپورته کېږي چې د پلازمېنې د پارکونو په ګډون د ګڼو ولایتونو په تفریحي پارکونو کې پر نشو روږدي کسان مېشت دي؛ خو حکومت یې غم نه خوري.
د پلازمېنې په تر ټول حساس ځای نوي ښار کې هر ماښام لسګونه پر نشو روږدي کسان را ټولېږي او په ښکاره د چرسو په ګډون نور توکي کاروي.
شنونکي پر دې باور دي چې په عامه ځایونو کې د نشه يي توکو کارول د ټولنې پر نظام خورا منفي اغېز لري او امنیتي مسوولین باید دغه ټکي ته جدي پام وکړي.