دخپریدو نیټه : 2016-04-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغانستان کې د تړل شویو ښوونځیو شمېر ۶۱۵ ته پورته شوی
احمد فیصل
راپورونه وايي چې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره سم په هېواد کې د تړلو ښوونځیو شمېر هم زیات شوی دی. لوېدیځو رسنیو ویلي چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د افغانستان په ۱۱ هغو ولایتونو کې چې جګړې روانې دي ۶۱۵ ښوونځي تړل شوي دي. د شمېرو له مخې له دې ډلې نیمايي د ۲۰۱۵ کال په وروستیو میاشتو کې تړل شوي دي. تر ټولو ډېر ښوونځي په سویلي ولایتونو هلمند، کندهار او زابل کې تړل شوي دي.