دخپریدو نیټه : 2016-04-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
"پاناما" جنجالي اسنادو د ایسلنډ لومړی وزیر استعفا ته اړ کړ
احمد فیصل
د ايسلنډ لومړي وزير سيګمونډرو ګونلاګسن د "پاناما" په نامه جنجالي اسنادو له افشا کېدو وروسته له خپلې دندې استعغا ورکړه. ګونلاګسن د دغو خپرو شويو اسنادو لومړی قرباني ګڼل کېږي. د پاناما په نامه اسنادو د خپرېدو له امله ښودل شوې چې څرنګه د نړۍ شتمن او د ځواکمن کسان له ماليې تښتېدلي او خپلې پیسې یې پټې کړي دي. په ګونلاګسن هم د ميليونونو ډالرو د شتمۍ د پټولو او د ماليې نه ورکولو تور دی چې ويل کېږي د خپل هېواد په بېلابېلو بانکونو کې د يوې کمپنۍ تر نامه لاندې يې پټې ساتلې وې. تېره ورځ په ايسلنډ کې يو لړ لاريونونه وشول او خلکو د هغه د ګوښه کولو غوښتنه کوله.