دخپریدو نیټه : 2016-04-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نږدې راتلونکې کې د کابل ـ واشنګټن تر منځ لاسلیک شوي تړونونه ارزول کیږي
احمد فیصل
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د کابل او واشنګټن تر منځ د لاسلیک شویو ستراتېژیک او امنیتي تړونونو د ارزونې په موخه ګډه ناسته ترسره شي. دواړه لوري به په دې ناسته کې وڅیړي، چې دغه تړونونه څومره عملي شوي دي. پر افغان خاورې د بهرنیانو د بریدونو په مقابل کې دفاع، د افغانستان ملي واکمنۍ او سیاسي خپلواکۍ ته درناوی، د خلکو پر کورونو د شپې له خوا د امریکايي ځواکونو د عملیاتو بندېدل او د امریکایي ځواکونو له لورې د افغانستان د قوانینو عملي کول هغه مهم موارد دي، چې واشنګټن په دغو تړونونو کې پرې لاسلیک کړی، خو د شنونکو په باور یو یې هم نه دی عملی شوی.