دخپریدو نیټه : 2016-04-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جنرال رازق: پاکستان د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو نوې ډله جوړوي
احمد فیصل
د کندهار امنیه قوماندان وايي، پاکستان غواړي چې د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو یوه نوې ډله جوړه کړي. د جنرال عبدالرازق د مالوماتو له مخې؛ پاکستان وروسته له هغې پر طالبانو په غوسه شوی چې تېره اګست میاشت کې د کابل د شاه شهید د بریدو په شمول د یو شمېر چاودنو مسوولیت ونه مانه. نوموړی زیاتوي، هغه هېواد اوس هڅه کوي، چې د طالبانو یوه بله ډله جوړه کړي. هغه وویل حاضر دمه د طالبانو یوه ډله د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ فعالیت کوي، بله د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې ده، خو پاکستان غواړي درېیمه ډله د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ جوړه کړي او په دې برخه کې سراج الدین حقاني له پاکستان سره همکاري کوي. د کندهار امنیه قوماندان وايي:«پاکستان څو ځلي له طالبانو وغوښتل چې د شاه شهید د برید مسوولیت ومني، خو هغوی دا کار ونه کړ، چې له دې وروسته سید محمد حقاني په مرموز ډول په زهرو ووژل شو.»