دخپریدو نیټه : 2016-04-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ښار جوړونې وزارت د خوست ښار پراختیا ته امکانات برابروي
احمد فیصل
د ښار جوړونې وزير وايي چې د خوست ښار د پراختيا او د ښاريانو لپاره د معياري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي. د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري دغه څرګندونې د وري په ٢٠مه خوست ته د سفر پر مهال په دولتي مېلمستون کې د دغه ولايت له چارواکو او قومي خلکو سره په يوه غونډه کې وکړې. نوموړي د کاناليزاسيون سيستم، د ښار او شاوخوا کليو ته د څښاک اوبو رسولو شبکې جوړول هغه دوې مهمې پروژې يادې کړې چې نږدې راتلونکی به يې عملي کارونه پيل کړي. هغه د ښار لوېديځ لور ته د اداري کمپلېکس تر څنګ پر ۱۰۷ جريبه ځمکه د لوړپوړيزو ودانيو د جوړېدو د زمينې برابرولو ژمنه هم وکړه او له سوداګرو يې وغوښتل چې پانګونه په کې وکړي.