مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عزیز: موږ نه شو کولای، چې پر طالبانو یا افغان حکومت د سولې شرایط ومنو

احمد فیصل
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وايي چې هېواد یې نه پر طالبانو او نه هم د افغانستان پر حکومت د سولې شرایط منلی شي. عزیز زیاتوي، پاکستان نه شي کولای چې پر افغان حکومت یا هم طالبانو سوله ومني، دا په دوی پورې اړه لري چې روغه وکړي او په داسې اصولو هوکړې ته ورسېږدي، چې پر اساس یې د سولې خبرو ته لاره هواره شي. نوموړي دغه راز ویلي، چې د روانې اپریل میاشتې په پای کې به یو ځل بیا د څلور اړخیز بهیر غونډه وشي. افغان چارواکي په دې ټینګار کوي چې پاکستان د څلور اړخیز بهیر ناستو کې خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا هم د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې دا یوازې د پاکستان دنده نه ده چې طالبان خبرو ته حاضر کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery