دخپریدو نیټه : 2016-04-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بلخي: ترکیې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو په موخه نه دي مجبوره کړي
احمد فیصل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، ترکيې تر اوسه هیڅ افغان کډوال دې ته نه دی اړ کړی چې افغانستان ته ستون شي. سید حسین عالمي بلخي وايي، هغه افغانان چې بېرته هېواد ته راځي په انفرادي او داوطلبه توګه ستنیږي. تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې هیڅ یوې الوتکې ته به چې افغان کډوال بېرته راوړي، افغانستان کې د کېناستو اجازه ورنه کړي. اروپايي ټولنه د یوې هوکړې له مخې غیر قانوني کډوال او پناه غوښتونکې ترکیې ته ستنوي او ترکیه یې هم ښايي بېرته خپلو هېوادونو ته وشړي.