مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حزب اسلامي سره د سولې درېیم پړاو خبرې ځنډېدلي

احمد فیصل
کابل ته د حزب اسلامي د راغلي پلاوي مشر وايي، په دویم پړوا مذاکراتو کې د ځینو ستونزو له امله دواړو خواوو پریکړه کړې، چې له درېیم پړاو مذاکراتو مخکې یو لړ مقدماتي خبرې وکړي. امین کریم وايي، دواړه خواوې پر یوه سند سره توافق ته رسیدلې دي. د حزب اسلامي په اړه ویل کیږي، چې په مذاکراتي بهیر کې یې یو شرط دادی، چې کابل ته څېرمه د دوو ولایتونو چارواکي به ددوی په خوښه ټاکل کیږي. تمه وه د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د استازو او افغان حکومت ترمنځ د سولې درېیم پړاو خبرې د شنبې په ورځ شوې وای، خو د دویم پړوا په مذاکراتو کې د ځینو ستونزو له کبله دغه خبرې د لنډ مهال لپاره ځنډیدلې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery