دخپریدو نیټه : 2016-04-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هلمند د پولیسو له تشکیل څخه ۸۰۰ کسان کم شوي
احمد فیصل
د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دې ولايت د پوليسو له تشکيل څخه اته سوه کسان کم شوي چې تر دې وروسته به دوى له لاسه وتلې سيمې بېرته ونه شي نيولى. مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، د کورنيو چارو وزارت په تېرو دوو مياشتو کې په دې ولايت کې د پوليسو له تشکيل څخه اته سوه کسان کم کړي دي. هغه زياتوي، د ناومېش، دېشو او باغران ولسواليو په ګډون په دې ولايت کې د ټولو موسسو لپاره د پوليسو تشکيل هم لغوه شوى دى. د هغه په وينا، په هلمند کې د پوليسو تشکيل بايد کم نه شي، ځکه چې پوليس له وسله والو مخالفينو سره په لومړۍ کرښه کې پر جګړه بوخت دي. د هغه په خبره، په دې ولايت کې ناامني، د نشه يي توکو کښت او قاچاق، د کانونو شتون او نورو ستونزو ته په کتو سره بايد په دې ولايت کې د پوليسو تشکيل نه واى کم شوى.