دخپریدو نیټه : 2016-04-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ملي امنیت د رییس ګمارلو پر سر د غني او عبدالله تر منځ اختلافات رامنځته شوي
احمد فیصل
راپورونه وايي د ملي امنیت د رییس ګمارلو پر سر د ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله تر منځ اختلافات رامنځته شوي. رسنیو د ولسمشرۍ ماڼۍ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ولسمشر غواړي د ملي دفاع سرپرست معصوم ستانکزی د ملي امنیت ریاست ته نوماند کړي، خو اجرایه رییس یې مخالفت کوي. سرچینې وايي، ارګ او اجرایه ریاست دا مهال د ملي امنیت ریاست ته د ستانکزي پر سر خبرې کوي او که د دواړو لورو هوکړه پرې راشي، ډېر ژر به ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه ور وپېژندل شي. بلخوا ویل کیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له ولسمشر غني غوښتي، چې په ګومارنو او نورو مهمو پرېکړو کې له اجرائیه رییس سره په ګډه تصمیم ونیسي.