مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

راپورونه: افغان حکومت او امریکا د ملا قیوم ذاکر له ډلې سره د سولې خبرې پیل کړې

احمد فیصل
افغان حکومت او امریکا د ملا قیوم ذاکر له ډلې سره د سولې خبرې پیل کړې دي. د کابل نیوز د خبر له مخې؛ دغه خبرې د هلمند په خانشین، دیشو او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو د ولایتي کمیټې له مسوول او پوځي قوماندانانو سره پیل شوې دي. سرچینه زیاتوي، افغان حکومت یو شمېر سیمې واردمخه د قیوم ذاکر ډلې ته خوشې کړې او ټاکل شوې یو شمېر نورې سیمې هم د تاکتیکي شاتګ تر نامه لاندې ور پریږدي. د چارو شنونکي وايي، چې طالبانو ته د سیمو پرېښودو سیاست له دې وړاندې هم په هلمند کې انګریزانو عملي کړی، خو دې چارې د افغان دولت د سولې بهیر سره مرسته نه ده کړې. ملا عبدالقيوم ذاکر څو ورځې وړاندې د یوه ۱۲ماده يي لیک له لارې د خپلې ډلې له مشرانو وغوښتل، چې له امريکا او افغان دولت سره مستقیمې خبرې وکړي. د کابل نیوز د خبر له مخې؛ افغان حکومت او ایتلافي ځواکونو ددې ډلې د پوځي قوماندانانو د خوندیتوب او د ملا منصور له ډلې د هغوی د جلا کیدو لپاره د هلمند یو شمېر سیمې تخلیه کړې او ټاکل شوې ځینې نورې سیمې هم د تاکتیکي شاتګ په نامه ور پریږدي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery