دخپریدو نیټه : 2016-04-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا د افغانستان ملي واکمنۍ او غرور ته نه جبرانېدونکی زیان اړولی
د ملي یووالي حکومت د مشروعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د څرګندونو پر وړاندې د پراخو غبرګونونو په لړ کې پرون د ولسي جرګې غړو هم په دې اړه سخت غبرګون وښود او د جان کیري دا عمل یې د افغانستان په اړه د امریکا استعماري دریځ وباله.
د جرګې غړو په پرونۍ عمومي غونډه کې وویل چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنو د افغانستان ملي واکمنۍ او غرو ته نه جبرانېدونکی زیان اړولی دی.
یو شمېر وکیلانو ویل، چې د جان کیري د استعماري دریځ په اړه د افغانانو توندو غبرګونونو وښوده چې دوی هېڅکله د بهرنیانو له خوا پر خلکو تپل شوي حکومتونه نه مني.
د ۱۳۹۳ کال د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ تر ناندریو وروسته د امریکا په منځګړیتوب د دواړو کاندیدانو ترمنځ یو سیاسي هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې یې د ملي یووالي په نوم ګډ حکومت تشکیل شو.
دا سیاسي هوکړه لیک چې اووه مادې لري د ۱۳۹۳ کال د وږي په ۲۹ مه په کابل کې لاسلیک شو.
د سیاسي هوکړه لیک د دویمې مادې پر بنسټ اجرایوي پوست د ولسمشر په ځانګړي فرمان د دوو کلونو لپاره رامنځته کېږي او تر دوو کلونو وروسته به صدارت پوست ته د اجرایه پوست د بدلولو لپاره د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه را غوښتل کېږي.
د یادې هوکړې له مخې د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹ نېټه د اجرایوي ریاست قانوني موده پای ته رسېږي.
په دې وروستیو کې په دې اړه بحثونه ګرم وو چې د لویې جرګې د نه دایرېدو په صورت کې به د اجرایه ریاست برخلیک څنګه کېږي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال وویل چې په سیاسي توافق کې د اجرایه ریاست لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.
کیري وویل چې اجرایه ریاست به تر پنځو کلونو پورې پر خپل ځای پاتې وي او دا خبره سمه نه ده چې ګنې پنځه میاشتې وروسته د ملي یووالي حکومت قرارداد پای ته رسېږي.
د سیاسي هوکړه لیک په شپږمه ماده کې راغلي دي: ((د لیدلورو د تفاوت او د دې هوکړه لیک د تعبیر یا تعمیل په اړه د اختلاف په صورت کې دواړه لوري په خپلو کې سلا مشورې کوي.))
له همدې امله د جان کیري څرګندونې د افغانستان په اساسي قانون کې د تعریف شوي ملي حاکمیت د نقض او د دواړو مشرانو ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې خلاف وې.
د افغانستان د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: ((په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې په مستقیم ډول یې په خپله او یا یې د خپلو استازو له لارې عملي کوي.))
د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې د پنجشېر استازي ظهیر سعادت وویل چې ډیموکراټیک سیاسي نظامونه د خلکو له رایو مشروعیت اخلي او د ملي یووالي حکومت هم باید خپل سیاسي مشروعیت له خلکو واخلي.
ظهیر د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل: ((تاسو باید له خلکو مشروعیت واخلئ، کنه بهرنی مشروعیت به ښې پایلې ونه لري.))
د جرګې بل غړي سید محمد اخنذاده د ولسي جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، څو یوه غونډه را وبولي او معلومه کړي چې ایا د ملي یووالي حکومت د افغانانو په خیر دی او که نه؟
ده وویل، که معلومه شي چې دا حکومت د افغانانو په خیر نه دی، د ړنګولو لپاره یې باید تصمیم ونیول شي.
نوموړي دا د افغانستان لپاره د شرم خبره وبلله چې برخلیک یې بهرنیان ټاکي.
مشرانو جرګې هم وړمه په خپله عمومي غونډه کې د جان کیري دا څرګندونې د افغانستان لپاره له شرم او ننګ څخه ډکې وبللې، چې پرون د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له خوا د مشرانو جرګې دا دریځ وستایل شو.
د حکومت دوه مخالفو سیاسي جریانونو (نوې ملي جبهې او د حراست شورا) هم په دې اړه په غبرګون کې وویل چې د ملي یووالي حکومت کمزورتیا د دې سبب شوې چې حتی واړه اختلافات او مسایل هم په بهرنیانو حل کړي.