اوریدلی می کیسه ده د پخوا نه
د زړی بوډۍ آدی او د بابا نه
زه ماشوم وم دوی کوله دا نکلونه
ګرمول یی په کیسو زموږزړونه
ویل یو وخت په یو کلی کی یو ځوان و
داتنکی و مردانه شرین زبان وو
رسول يي و ولس ته کمکونه
خوښول د بی وزلو خلکو زړونه
مرد زلمی شو، شو د کار و بار په لټه
خو په کلی کی یی نه کیدله ګټه
مور ته کښیناست ویل ځم مسافری ته
څو پیدا کړمه یو کار و غریبی ته
وخت راغلی دی چی ځان سبا ته جوړکړم
حق ادآ می د وطن او هم د مور کړم
مور پخی کړی ورته ګرمی خوشخمیری
په دستمال کی یی کړی غوټه څو پتیری
بیا یی وویل زویه آس به څه شی
مرد، ویل، آدی هغه به زما په مله شی
سهار وخت مرد شو تیار او آس یی ځین کړ
خو د ځین د لاندی بار بیا خپل زوړ خورجین کړ
بیا ښکل کړه د آدی دواړه لاسونه
آدی ښکل کړل د مرد دواړه مخونه
مرد سو سپور د اس د پاسه او مسکی شو
لاس یی پورته کړ آدی ته ګړندی شو
آس یی چو کړ د سفر لاریی کړه خپله
دا کیسه درته کومه زما ګله
مرد کړ مخ و لويی دښتی تورو غروته
بس په منډه وو روان خپل هدفو ته
یو شیبه کی مرد د کلی نه بهر شو
په دی لویه بیدیا باندی ور سر شو
هلته غرونه ښاماران وو غزیدلی
غیږ په غیږ وو د یوبل سره تړلی
دنګ دنګ غرونه وو پراته لویو دښتو کی
د افغان په دغه شاړو وطنو کی
مرد سوچونو کی لاهو شو لاړی ليری
په یوه شیبه کی لېری له خپل کلی
یو ناڅاپه یی تر سترګو یو سړی شو
وو پیاده پیاده روان ورته مسکی شو
ویل سلام دی وی پر تا چیری روان یی
زما په څیر په دی بیا بان کی سرګردان یی
سړی واخيستی سلام د مرد ویل یاره
راوتلی یم د کوره خوار او زاره
ځم که چیری په کوم ښه کار باندی بر شم
ګوندی خدای وی د پګړی او د څادر شم
مرد ویله داسی ښکاری زما یار یی
ځکه ته هم راوتلی په دی کار يي
راشه وکړوملګری تر یو دوه ښه وی
د سفر ملګری ډیر سره خواږه وی
لاروی ورته مسکی شو ویل ښه ده
زما او ستا لاره خو بس همدا یوه ده
مرد ویله زه خو مرد یم ستا نوم څه دی
بس د کور او د کاله ادرس دی څه دی
سړی وویله زما نوم خو نا مرد دی
نوم می وران دی مګر کار خو می د مرد دی
په یوه شيبه کی شول سره ملګري
دوه دوستان شوه دوه یاران شوه دا دوه زړی
مرد دآس ځنی را کوز شو ویل وار ستا دی
دغه آس چی څومره زما دی هومره ستا دی
په نوبت به پری سپريږو په سفر کی
څو خسته نه شو په دی اوږده منزل کی
نامرد غوښتل د الله داسی وختونه
څو پوره کړی خپل د شوم زړه ارمانونه
پښه يی واړول د آس د پاسه سپور شو،
ځان تری ورک شو، لیونی شو په بل لور شو
آس يی پنده کړ، د آس په تښتیدو شو
دا نامرد هسی د مرد نه په ځغاستو شو
څو شیبی وړاندی وعدی شوه ورنه هیری
سوی نا مرده وسوسی ورنه چاپیری
زړه کی وویل دغه آس می بس دي
دغه آس خو زما د ټول ژوندون هوس دی
ما د خدایه ځنی غوښتی داسی آس
شکر خدایه تا قبول کی دغه خواست
مرد نا مرد پسی وکړی یو څو کوکاری
چیری غوږ وچې د مرد ناره به واوری
مرد غریب ځانته شو پاته دی بیا بان کی
دی لوي دښت کی ددی غرونو په توپان کی
لار اوږده وو ورځ هم لاړه په وتو شوه
توره شپه شوه رانژدی په خوریدو شو
مرد څلور لورو ته وکړه نظرونه
خو تر سترګو کی راتاو شول بس دا غرونه
نه و کلی نه کوم لیری ابادی وه
کیسه واوره د لومړی شپی مزدوری وه
مرد هم لاړی د یوه غره و یو لوی غارته
تر څو بیا ځان اماده کړی و سهار ته
یوشيبه کی شوه پیدا ټوله لیوان
په دی غار کی شول را ټول، ټوله وحشیان
هم ګیدو و غارته راغلل هم پړانګان
هم زمری و هم شغال او هم لیوان
زمری وویل ګیدو ته داستان وایه
شغال ولی دی ډنګر راته يی و ستایه
ګیدو وویل زمریه حال خراب دی
شغال پریږده زما خپل ژوند هم په عذاب دی
په بر کلی کی یو لو د چنار ونه
پر تپی باندی راشنه ده پلنه پلنه
ددی ونی تر بیخ لاندی خزانی دی
سری طلاوی چې پیړی هلته پرتی دی
هلته خوا کی یی یو سپی دی چی پهره کړی
بس د ونی څلور خواوی ننداره کړی
ددی خواکی بیا یو شپون د سپی خاوند دی
د رمی ژوند ددی سپی سره پیوند دی
که پیدا شی یو سړی چی دا سپی واخلی
هم به زما هم د شغال بلا به واخلی
موږه دواړه به کوو هر لور ښکارونه
ودی غارته به راوړی ستر ستر ورنونه
زمری وویله ایا داسپی ګران دی
اخیستل یی په سلا دی او که وران دی
ګیدو وویل چی دا د شپون بازو دی
چی شپون نه وی، و رمی ته یی ساحو دی
ګیدو وویل زه ټوله ورځ پهره کړم
بس د لیری ددغه سپی ننداره کړم
نه رمی ته شم ورتلای نه څه خوړای شم
نه په چل باندی دا سپی را خپلوای شم
ځکه نن می له سبا نه حال بد تر دی
پاچا! مه پوښته له ما د ژوند خطر دی
زمری وویل شغال ته، اوس وار ستا دی
ستا نو ولی بیا رنګ ژړ ډیر تر پخوا دی
شغال وویل زما ورته مرض دی
بیله چرګه زما ژوند هسی عبث دی
زه ددی ګیدو په شان ټول ورځ پهره کړم
ټوله ورځ د یوی موږی ننداراه کړم
هغه مږه لری یو موټ طلاګانی
مږه کړی و دی طلا ته ګډا ګانی
سبایی، یی کړی و لمرته را خوری
بیا ماښام یی کړی دننه په دیری
زه بس ټوله ورځ د موږی ننداره کړم
خپله ورځ کړم هسی ګوډه ځان ښکاره کړم
زمری وویل رښتیا د همدردی یاست
د خپلوی او د یاری او د قریبی یاست
اوس نو وایاست چی دا حل د مشکل څه دی
دا زمری چی پهلوان دی دا په څه دی
راته وایاست تر څو حل کړمه داستونزه
او دبیخه څخ وباسم دا لمنځه
ګیدو وویل که یو سړی پیدا شی
او ددغی وړی مږی طلا غلا شی
بس بیا لاړ شی، دچوپان سپی ترینه واخلی
زموږبه ستونزو ته د حل لار پیدا سی
مرد چی واوریده ددوی دغه داستان
ځان یی غنچ کی په دی کنج کی دا زمان
تر سهاره یی ویلی قصیدی
که الله کړی دی نګاه د بدی شپی
شین سهار چه رڼایی په غرو خوره شوه
لیوان ووتل د غاره اواره شوه
مرد هم ووتی د غاره مسافر شوه
هسی سم دی د بر کلی په ګودر شو
ولاړی هلته یی پیدا هغه تپه کړه،
بس د لیری یی د مږی ننداره کړه
مږی وایستی خپل ټولی طلاګانی
تر څو وکړی شا وخوا یی ګډا ګانی
خو نن ورځ هسی د مږی د مرګ شپه وه
پر دوو سترګو یی د غم وريځ خپره وه
مرد چی سر ورته ښکار کړ مږه ولاړه
خو سفر یی خورا لنډ و، وو تر غاره
وی طلاوی یی د مرد په دوو لاسو کی
مږی مړه شوه په ارمان بس په سوچو کی
مرد دغه طلاوی یووړی و چوپان ته
د چوپان سپی یی را ونیوی و ځانته
څه طلا وی یی کړی ور بیا و دهقان ته
په تپه باندی یی جوړه یو کلا کړل،
خزانه یی کړل پیدا ځمکه یی سودا کړل
په څو ورځو کی دا مرد لوی دنیا دار شو
ولسونه یی را خپل کړل او سردار شو
په دی منځ کی شوله تیر ډیر ډیر کلونه
چی د مرد ځنی را تاو وو ولسونه
کاروبار یی خورا لوی د پاچهی وو
په رښتیا هم چی دا مرد دسرداری وو
یوه ورځ مرد و بازار ته راوتلی
چی نظر په نا مرد و لګیدلی
مرد را وغوښتی نامرد خپل پاچهی ته
خپل ستر خوان ته او یو ځل بیا ومهمانی ته
نامرد ورسيد د مرد تر حرام سرایه
وه فکرونه یی خراب هر څه بی ځایه
یو ناڅاپه یی په مرد باندی نظر شو
عقل لاړ تری لیونی او متحیر شو
مرد کړه غیږه ورته خلاصه ویل نا مرده
زه ډاډه یم نه يی خلاص دهغه درده
اوس نو وایه زما په آس دی څه چل کړی
په لوی دښت کی دی وم ځانته خوشی کړی
نامرد هسی نامردی ورته ګویان شو
ویل شیطان زما په پیڅه او په ځان شو،
یم پښیمانه پر خپل ټولو تیرو کړنو
توبه باسم په کلونو په زرونو
اوس نو ووایه ای مرده بیا څه وشول
په تا هغه شپه په څه ډول تیره شول
او بیا دلته څه کوی دی پاچهی کی
ددی کلی په میری او ملکی کی
مرد ویله دغه کلی د مردانو
دی د پاکو او سپڅلو انسانانو
بیا نو مرد خپل ټول داستان ورته بیان کی
بس نامرد یی هسی ځان لره حیران کی
نامرد واوریده داستان بس د لیوانو
د زمرو او د ګیدو او د پړانګانو
یو شیبه کی دی و مرد ته په زارو شو
د بخشش او عنایت په اخیستو شو
مرد ویله عفوه کار دی د مردانو
تر نیمی لاری یاری د نا مردانو
نامرد ډیرو شرمنده لاندی کتله
په راسته ګوته یی ځمکه ګروله
نامرد تیرکه یو ساعت په میلمستون کی
بس د مرد سره د زور په دی غوښتون کی
مرد ویله وایه څه درته کوای شم
تا زه څنګه له بدی نه خلاصوای شم
خو نامرد بیا په تلاښ د خلاصیدو و
او د مرد ځنی سملاسی په وتو وو
مرد هم ویله زه خو یم ستا منتداره
که ته نه وای ما دکوم کول لاره
بس هم هغه ستا ګزار راته بهانه شوه
پاچهی می په نصیب او ورځ می ښه شوه
چی نامرد کله د کور ځنی بهر شو
شیطان فکر دستی دده په سر شی
سمدلاسه لاړهغی لویی بیدیا ته
هغه غره ته هغه غار ته هغه خواته
ورځ وه تللی شپه په ورو، ورو خوریدله
لمر د ځمکی نه خپل وړانګه ټولوله
نامرد لاړی او په غارکی په ګونډو شو
د لیوانو و بانډار ته په کتو شو
لیوان ټول سره راټول بانډار تیار شو
د ګیدو بیا په شغال باندی داردار شو
زمری وویل یاست دواړه اباد شوی
ورمږونه دي دواړه مزی شوی
اوس نووایاست چی کوم څه دی بدل شوی
چی داستاسو دواړو خيټی پلنی شوی
ګیدو وویل پاچا کیسی خرابی
دیوالونو کی غوږونه را شنه شوی
هغه بل شپه داستان که دی په یاد وی
هغه ټول دی بدل شوی کیسی دادی
په سبا یی هغه مږه شوه پسی مړه شوه
چوپان سپی د لاسه ورکړ شو بی وسه
پر تپه باندی بنا ښه ابادی شول
خزانه یی و ایستل دا څه خواری شوه
دغه کار زموږ ښکار کی را اسان
هم پسونه ښکاروو او هم چرګان
دی خبروته زمری غریب حیران
بیا وویل ګیدو دا ته څه وایی
په ناحقه چټیاتو ته بنا یی
دزمری او دلیوانو په دی غار کی
دا به کوم احمق انسان وی چی ځان ښکار کړی
ګیدو وویله زه خو باوری یم
زه رښتیا هغی کیسی ته سودایی یم
شغال وویل راځی غار تلاشی کړو
ځان ډاډه پخپل کیسه زمری رازی کړو
زمری وکړی یو نظر په ګیدړانو
په شغال او په دا څه نورو لیوانو
بیا یی وویل نو ښه، غار تلاشی کړی
غار را لوڅ کړی او ادعاموسپینا وی کړی
چی د غار نه یی را لیری کړه یوډبره
سترګی ولویدی دستی پر بی خبره
زمری ونیوه نامرد قوی پنجو کی
نامرد ورکړه خپل ساه د زمری پښو کی
مردان ځان د ولسونو خدمتګار کړی
نا مردان لکه شغال بس په شا وارکړی
مرد هغه دی چی دنورو بار بردار وی
خو نا مرد بیا همیشه په نورو باروی
نوزادی به د مردانو داستان لیکی
د نامردو نه لری په زړه کی کرکی
کابل: د مارچ ۲۸ مه د شپی ۱۱ بجی