مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سناتوران: د ولسي جرګې له ټلویزیونه باید د مشرانو جرګې د غونډو جریان هم خپور شي

احمد فیصل
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي او خبریالان وايي، د ولسي جرګې ټلویزیون د دې پر ځای چې مبتذلې سندرې او بهرني سریالونه خپاره کړي، باید د مشرانو جرګې غونډې هم د ولسي جرګې په څېر په ژوندۍ بڼه خپرې کړي. سناتوران وايي، ولسي جرګه په دې برخه کې زورګويي، حرص او قانون ماتونه کوي؛ ځکه دغه ټلویزیون ته جواز د ملي شورا په نوم اخیستل شوی خو نوم یې د ولسي جرګې ټلویزیون دی نو د دواړو مجلسونو حق دی چې له دغه ټلویزیونه خپل غږ تر ولسه ورسوي. د مشرانو جرګې غړی نثار حارث وايي چې د اونۍ په دوو تاقو ورځو یکشنبې او سې شنبې د ولسي جرګې ټلویزیون د مشرانو جرګې عمومي غونډې خپرې کړې، دا به تر هغه ډېره ښه وي چې بهرنۍ سندرې او یا سریالونه پرې خپاره شي. نوموړي سرنوشت ته وویل، مشرانو جرګې څو څو ځلي له ولسي جرګې غوښتي چې ولسي جرګې نومی ټلویزیون دې د مشرانو جرګې د عمومي غونډو لپاره هم ورکړي؛ خو وکیلان یې د نامعلومو دلایلو له مخې مخالفت کوي. د حارث په باور، د دولت د دری ګونو قواوو تر منځ نه همغږي، د وکیلانو زورګويي او د مالیې وزارت بې پروايي هغه لاملونه دي چې مشرانو جرګه یې بې ټلویزیونه کړې ده. دی وايي، دولتي بنسټونه په ځانګړي ډول هغه وزارتونه چې د ټلویزیون چارې یې په لاس کې دي، له ولسي جرګې ډارېږي؛ خو له مشرانو جرګې ځکه نه ډارېږي چې د وزیرانو د سلب اعتماد صلاحیت نه لري. د مشرانو جرګې بل غړی جمعه الدین ګیاني وال وايي، مالیې وزارت په دې برخه کې له مشرانو جرګې سره د مور او میرې چلند کوي. ګیانوال سرنوشت ته وویل، که مالیې وزارت د مور او میرې چلند نه کوي یا د مشرانو جرګې ته د جلا ټلویزیون بودیجه ورکړي او یا دې هم د ولسي جرګې ټلویزیون د دواړو جرګو په اختیار کې ورکړل شي. د هغه په وینا، په ولسي جرګه کې یوه مشخصه کړۍ دغه ټلویزیون نه پرېږدې چې د مشرانو جرګې غونډې هم ترې خپرې شي او دا کړۍ ولسي جرګه میراثي بولي او مشرانو جرګې ته د ملت د استازو په سترګه نه کوي. د ګیانوال په خبره، مشرانو جرګې په خپله عمومي غونډه کې او له ولسمشر سره په ناستو کې دغه مسئله یاده کړې او ولسمشر هم ژمنه کړې وه چې د ملي شورا په نوم ټلویزیون به د دواړو مجلسونو په اختیار کې ورکول کېږي. هغه همدراز زیاتوي چې ولسي جرګه حرص کوي او غړي یې د ملي شورا یا پارلمان په نوم نه پوهېږي؛ ځکه دغه نوم د دواړو مجلسونو لپاره کارېږي. د کابل پرېس مشر عزیز احمد تسل وايي، د ولسي جرګې پر ټلویزیون ډېر وخت مبتذلې سندرې او بهرني سریالونه خپرېږي؛ خو په اسانۍ سره کولی شي د مشرانو جرګې غونډې هم تر پوښښ لاندې ونیسي. هغه سرنوشت ته وویل، وکیلان باید د مشرانو جرګې له غړو سره همغږي شي او که د ټلویزیون په موضوع کې خپله کړنه په کوم قانوني دلیل توجیه کوي نو لږ تر لږه د حسن نیت له مخې دې د ټلویزیون د مشرانو جرګې په واک کې هم ورکړي. دی زیاتوي، خلک هم دا غواړي چې د بهرنیو سندرو او سریالونو پر ځای د مشرانو جرګې غونډې وګوري او هلته د هېواد په اړه له ډېرو مهمو مطرح کېدونکو مسايلو خبر شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery