دخپریدو نیټه : 2016-04-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د څلور اړخیزو خبرو پایلو ته د حکومت تمه بې ګټې ده
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
په داسې حال کې چې په افغانستان کې تازه د جګړې فصل پیل شوی او وسله والو طالبانو پرون د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړ، خو افغان حکومت لا هم د پاکستان په تمه د څلور اړخیز بهیر پایلو ته انتظار باسي.
د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحده ایالتونو د څلور اړخیزو غونډو بهیر د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې پیل شو.
د دې بهیر لومړۍ غونډه د جنورۍ په ۱۱ نېټه په اسلام اباد کې جوړه شوه او څلور واړه هېوادونه د افغان سولې او پخلاینې پروسې د بریالي کېدو لپاره د لارې د یوې نقشې یا میکانيزم پر جوړولو سلا وکړه.
تر دې وروسته درې نورې غونډې په نوبت سره په کابل او اسلام اباد کې جوړې شوې.
د څلور اړخیزې پروسې په وروستۍ څلورمه غونډه کې چې په تېره فبرورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، غړو هېوادونو د سولې پروسې میکانيزم تصویب کړ چې له مخې یې پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې وسله وال طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي وای.
خو پاکستان تر اوسه وسله وال طالبان د سولې مخامخ خبرو ته حاضر نه کړای شول او په دې توګه پاکستان یو ځل بیا افغان حکومت ناهیلی کړ.
د څلور اړخیزې پروسې تر یو نیم میاشتني نا معلوم برخلیک وروسته د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو د پنځمې څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.
د سولې عالي شورا وايي، پاکستان دا ځل بیا ژمنه کړې چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر وروستیو پورې به طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.
خو کتونکي د سولې د څلور اړخیز بهیر پر میکانيزم بې باوري دي او د حکومت دا تګلاره سمه نه بولي چې د سولې په برخه کې پر پاکستان او امریکا ډېره تکیه شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دې پروسه کې د پاکستان پر نه همکارۍ او رښتینولۍ لا له مخکې اعتراف کړی و او کتونکو هم د څلور اړخیز بهیر میکانيزم ناکام بللی و.
اوس معلومه نه ده چې د څلور اړخیزې پروسې د ناکامېدو په صورت کې د افغان حکومت دویمه انتخاب یا بدیله تګلاره څه ده؟
په داسې حال کې چې لوېدیځوالو او افغان حکومت تمه لرله چې د جګړې د فصل تر را رسېدو مخکې د سولې پروسه باید نتیجه ورکړي، خو وسله والو طالبانو پرون د عمري په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.
شنونکي قاضي محمد حسن حقیار د سولې میکانېزم ناکام بولي او زیاتوي چې له دې پروسې یوازې پاکستان سیاسي امتیازات ترلاسه کړل.
حقیار سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې د سولې څلور اړخیز بهیر له څلورو ترسره شوو غونډو تر اوسه هېڅ کومه پایله ترلاسه شوې نه ده؛ ځکه چې د افغانانو د تمې خلاف پاکستان د طالبانو اصلي استازي د سولې خبرو ته حاضر نه شوای کړی.
د هغه په وینا، د افغانستان حکومت باید د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره په ګډه د سولې یو بل داسې میکانيزم رامنځته کړي، چې عملي وي.
د سولې عالي شورا غړی مولوي شهزاده شاهد هم د سولې د میکانېزم پر ناکامۍ اعتراف کوي.
مولوي شاهد د سولې په پروسه کې د امریکا پر متضاد رول نیوکه کوي، وايي: «له یوې خوا طالبان د سولې د خبرو لپاره د شرط په توګه له افغانستانه د امریکایانو وتل مطرح کوي، خو له بلې خوا امریکا د سولې په پروسه کې د منځګړي رول لوبوي، چې دا هېڅکله منطقي نه ده.»
هغه د څلور اړخیز بهیر د پنځمې غونډې په اړه وویل چې دا غونډه به د تېرو څلورو غونډو په څېر کومه مثبته پایله ونه لري.