دخپریدو نیټه : 2016-04-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عمران خان: خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ځورونې مخه نيسم
احمد فیصل
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر، په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ځورونې مخه نيسي. د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پرون له غرمې وروسته د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وکتل. اسلام اباد کې د افغانستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زاخېلوال له عمران خان سره په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د پوليسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلندپه اړه خبرې وکړې او غوښتنه يې ترې وکړه چې خيبرپښتونخوا کې پر خپل حکومت فشار راوړي، څو له افغان کډوالو سره د احترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې چلند وکړي. سرچينه زياتوي چې عمران خان له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چی همدا نن به په خيبر پښتونخوا کې د خپل حکومت له مشرتابه سره اړيکې ونيسي او په کلکه به ترې وغواړي چې له افغان کډوالو سره سلوک سم کړي.