دخپریدو نیټه : 2016-04-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حامد کرزی: امریکا دې افغانان د ځان پر وړاندې درېدو ته نه مجبوروي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
حامد کرزي د ملي يووالي حکومت د مودې د غځېدو په اړه د جان کيري وروستۍ څرګندونې د هېواد د اساسي قانون خلاف وبللې او امریکا ته یې ګواښ وکړ چې افغانان دې د ځان پر وړاندې مخامخ کېدو ته نه مجبوروي.
پخواني ولسمشر کرزي چې وړمه ورځ يې په کابل کې د «خوشال بابا فکري بهير» له خوا «د افغان غمیزې ماهیت، اړخونه او لرلید» تر نامه په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، وويل: ((د جان کيري صاحب چې د امريکا وزير خارجه دی، وينا او افغانستان ته معيارونه ټاکل، دا عظيم تخلف دی، د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف دى، افغانان قانون اساسي لري، افغانان حکومت لري، دا د افغانانو حق دی چې خپل حکومتونه د اساسي قانون له مخې څومره ټاکي او څومره نه ټاکي.))
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د روانې مياشتې په ٢١مه له ولسمشر محمداشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، کوم هوکړه ليک چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ترمنځ لاسليک شوى، په کې داسې څه نشته چې ګواکې د ملي وحدت حکومت به دوه کال دوام کوي يا دا چې د دغه حکومت شپږ مياشتې موده پاتې ده.
د ياد هوکړه ليک پر بنسټ چې د جان کيري په منځګړيتوب او د ٢٠١٤ کال ټاکنيزو جنجالونو وروسته د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ لاسليک شو، له مخې يې بايد د دوو کلونو په ترڅ کې د اساسي قانون لويه جرګه راوبلل شي او اجرايي رياست د لومړي وزير پر څوکۍ بدل شي.
خو پخواني ولسمشر وويل چې امريکا او نور غربي هېوادونه دې د افغانانو پر استقلال او ملي حاکميت لوبې نه کوي.
حامد کرزي زياته کړه: هېڅ بهرنى د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او نه شي کولای د افغانان د ادارې تمثيل کوونکی وي.
ده وویل: ((له امريکا څخه ډېر واضح او ښکاره غواړو چې امريکا که هر څومره موږ غريب او بېچاره هم يو، خو سخت استقلال طلبه ملت يو او ځان مو پر دغه برباد کړی، موږ څه لرو نور په خپل تاريخ کې.))
د هغه په وينا، امريکا دې افغانان نه مجبوروي چې له دوی سره مخ په مخ شي او که چېرې يې دا پرېکړه وکړه، نو بيا هېڅکله له پرېکړې نه پر شا کېږي.
پخواني ولسمشر وويل: ((دا دې امريکا او نور خارجيان واوري، دا چې خاموش يو، دا چې په نرمه ګډ يو، دا چې په ادب ګډ يو، دا دې دوی زموږ ضعف نه تلقي کوي، دا دې دوی زموږ متانت وګڼي، نه ضعف.))
خو کرزي اوسنی حکومت قانوني وباله او زياته يې کړه، ياد حکومت د ټاکنو په پايله کې رامنځته شوی او د تحليف مراسم يې هم پر ځای شوي دي.
نوموړي په دې غونډه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او په افغانستان کې روانه غميزه د خبرو له لارې حل کړي.
هغه وسله وال طالبان په پيل کې نېک خلک وبلل او زياته يې کړه: "طالبان په پيل کې ډېر نېک خلک وو، زه هم ورسره يو ځای شوی وم، خو کله چې په کوټه ملامحمد رباني چې په حاجي معاون مشهور و، راته وويل چې زموږ استقلال له منځته تللی دی، نو زه هم له دې امله چې افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه نه شي او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې ختمې شې، ورنه بېل شوم او څو څو واره مې په دې برخه کې له امريکا د ملاتړ غوښتنې هم کړې دي."
ده وويل: ((طالبان زموږ وروڼه دي، نو وروڼو راشئ د خپلو افغانانو وژنه پای ته ورسوئ او هر څه د خبرو او مصالحې له لارې هوار کړئ. راشه طالبه، د پاکستان له غېږې ځان را وباسه او په دې مه ډارېږه چې که د پاکستان ونه منې، نو ژوبل به شې، خير که ژوبل شوې، راځه په دې کار سره خپل هېواد اباد کړه))
د پخواني ولسمشر په خبره، کوم طالبان چې نه غواړي په افغانستان کې سوله رامنځته شي، هغه د پرديو هېوادونو لوبغاړي دي چې غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي.
نوموړي يو ځل بيا د افغانستان د جګړې عاملين پاکستان او امريکا وبلل او ويې ويل: "په دې ټول پوه يو چې د افغانستان جګړه او سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده، خصوصاً چې امريکا وغواړي بيا پاکستان غږ نه شي کولای."
نوموړي په افغانستان کې د امريکا پر حضور په داسې حال کې ټينګار وکړ چې پر شتون يې افغانستان ته زيان ونه رسېږي.
دی وايي، که چېرې امريکا په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې ستونزې ولري، نو په دې برخه کې دې له روسيې، چين، هند، ايران او افغانانو مرسته وغواړي او د يادې ستونزې لپاره دې حل لار ولټوي.
کرزي د افغانستان په اداري فساد او ټاکنيز بهير کې د درغليو لامل، امريکا او غربي هېوادونه په ګوته کړل او يې ويل: "په انتخاباتو کې مداخله مه کوه، ټول افغانان پوه دې چې څه دې په کې وکړل؟ موږ با عزته ملت يو، متقلب ملت نه يو."
هغه زياته کړه، په افغانستان کې د افغانانو له خوا انسجام يافته تقلب نه دی شوی، دا د دوی تبليغات وو چې دوی خپله اراده او هر هغه سيستم چې دوی غوښته، پر موږ يې پلی کړي.