دخپریدو نیټه : 2016-05-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عدلي او قضايي ادارو کې د ښځو کمې ونډې مېرمنو ته ستونزې جوړې کړي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د رسمي شمېرو له مخې د ټول هېواد په قضايي ادارو کې ۲۱۶ ښځینه قاضیانې فعالیت کوي، چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره په هېڅ صورت بسنه نه کوي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې په پلازمېنې او لرو پرتو سیمو کې د ښځو یو شمېر ستونزې له دې امله هم دي، چې حقوقي او قضايي دوسیې یې د نارینه قاضیانو له لوري پرمخ وړل کېږي او دې کار په ډېری مواردو کې مېرمنې پر عدلي او قضايي ادارو بې باوره کړې دي.
د ښځو د حقونو فعالین وایي، په ټول هېواد کې دا مهال ایله ۲۱۶ ښځینه قاضیانې فعالیت کوي، چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره په هېڅ صورت بسنه نه کوي.
ناوړه دودونه، بې سوادي، نا امني او کلتوري محدودیتونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې د ښځو ډېری ستونزې همداسې د ستونزو په توګه پاتې شي او د حل لپاره یې زیاتره مېرمنې په ټول عمر کې ان یو ځل هم محکمې ته مراجعه نه کوي.
د ښځو د حقونو فعالې او د سیمه ییزو ارګانونو ویاندې منیره یوسف زاده سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان په دودیزه ټولنه کې په محاکمو کې د نارینه قاضیانو فعالیت نه یوازې چې د مېرمنو ستونزې نه دي حل کړې، بلکې لا یې زیاتې کړې دي.
خو نوموړې زیاتوي، چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره له مدني ټولنو او د ښځو د حقونو له فعالینو سره په ګډه کار کوي، چې په محاکمو کې ښځینه قاضیانو او څارنوالانو شمېر زیات شي.
هغې وویل: ((پر ناوړه دودونو سربېره نور مسایل هم شته چې له امله یې مېرمنې نه شي کولی له نارینه قاضیانو او څارنوالانو سره خپلې ستونزې شریکې کړي. د دې ستونزې د حل لپاره باید قضایه ځواک د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو لپاره هم یوه ځانګړې فیصدي بېله کړي چې پر اساس یې مېرمنې هم په قضایي او عدلي ارګانونو کې خپل ځای ومومي.))
ازاده خبریاله نرګس شیدایي هم په محاکمو کې د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو کموالی او په لرې پرتو سیمو کې یې نشتوالی لویه ستونزه بولي.
هغه وايي:(( په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد له امله سړي لا زړه نه ښه کوي ورته مراجعه وکړي، مېرمنې خو پرېږده. خو که په محاکمو کې ښځینه قاضیانو او څارنوالانو شمېر زیات شي، نو په قضایي او عدلي ارګانونو به د مېرمنو باور زیات شي او اوسنۍ ستونزې به هم راکمې شي.))
د حقوقي چارو شنونکی حفیظ کامراني وایي، تر هغې چې د افغانستان په حقوقي نظام کې ستونزې موجودې وي، په قضايي ادارو کې د ښځینه قاضیانو د لږ ګډون ستونزه نه شي حل کېدلی.
نوموړي سرنوشت ته وویل:((لویه ستونزه له اوسني پېچلي قضایي او عدلي سیستم څخه سرچینه اخلي، که تاسو هر څوک بدل را بدل کړئ، خو چې سیستم سم نه شي، اوسنۍ ستونزې به دوام پیدا کوي.))
معلومات ښیي، چې د سترې محکمې د رییس په مشرۍ په عدلي او قضایي ارګانونو کې د اصلاحاتو لپاره ۱۲۵ قاضیان ګوښه شوي دي، خو د ګومارنې د مغلق سیستم له امله د دغو قاضیانو پر ځای بېرته نور قاضیان هم د اړیکو له مخې مقرر شوي، چې دغه کار فساد ته لار هواره کړې ده.
سره له دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ په وروستیو کې ۵۰۰ قاضیان بدل او را بدل کړل، خو د ښځینه قاضیانو کمه ونډه اوس هم په پلازمېنه او لرو پرتو سیمو کې د مېرمنو حقونو ته د لاسرسي پر وړاندې لویه ستونزه بلل کېږي.