دخپریدو نیټه : 2016-05-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
کشمیر کې د هند د واکمنۍ پر ضد لاریونونه شوي
احمد فیصل
د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې په يوه وسله واله نښته کې د درېيو بریدګرو تر وژل کېدو وروسته له تاوتریخوالو ډک لاریونونه شوي دي. د هند د پوځ وياند ډګروال نيتين اين جوشي ویلي، چې د سخت دريځو وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ پرونۍ نښته وروسته له هغه پيل شوه چې پوځيانو پر پانزګام کلي چاپه ووهله. جوشي زیاته کړې، دغه سخت دريځي، ترهګرو تر ټولو سترې ډلې د کشمېر په حزب المجاهدين پورې اړه لري. ویل کیږي، چې تر یادې نښتې وروسته د پُلواما اوسېدونکو پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د ډبرو ګوزارونه وکړل او د هند د واکمنۍ پر خلاف يې شعارونه ورکول. دا د هند تر ولکې لاندې يوازینۍ سيمه ده چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي.