مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د لویو لارو معتاد چلوونکي هر کال د زرګونو هېوادوالو ژوند اخلي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
خلک او د لویو لارو مسافر وايي چې د مسافر وړونکو لویو بس موټرو ډېری چلوونکي پر نشه روږدي دي، له دې امله هر وخت پر لویو ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او ګڼو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي. تېره ورځ د غزني د مقر ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. په افغانستان کې تر جګړې او نا امنۍ وروسته ترافیکي پېښې دي چې هر کال زرګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي. ترافیکي پېښې معمولاً په هر هېواد کې رامنځته کېږي، خو په افغانستان کې تر معمول حده اوښتې دي. داسې ورځ نه شته چې په لویو لارو کې څو لویې او کوچنۍ ترافیکي پېښې نه رامنځته کېږي او له امله یې ګڼو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي. په افغانستان کې زیاتره ترافیکي پېښې د چلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته کېږي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هغه راپور چې «په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د مرګ ژوبلې په اړه ملي څېړنه» تر سرلیک لاندې په ۱۳۹۳ کال کې خپور شو، ښيي چې یوازې د ۱۳۹۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ کسان مړه شوي وو. په دغه راپور کې د ترافیکي قوانینو نه مراعتول، له ښاري کلتور سره د خلکو نه بلدتیا، غیر معیاري سړکونه، په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي نښو او څراغونو نشتوالی، په باروړونکو موټرو کې تر ټاکلي اندازې ډېر وزن لېږدول، د لویو لارو پراختیا ته نه پاملرنه، د سرغړوونکو نه جریمه کول، د ترافیکو له لوري په ښارونو او لویو لارو کې د څار او د ځانګړو تمځایونو نشتوالی؛ د ترافیکي پېښو د عمده عواملو په توګه پېژندل شوي دي. خو په لویو لارو کې د ترافیکو پېښو هغه عمده لامل چې خلک یې ادعا کوي، د چلوونکي د اعتیاد ستونزه ده. د لویو لارو مسافر ادعا کوي چې د لویو مسافر وړونکو او په ځانګړې توګه د ۳۰۳ یا ۳۰۴ بس موټرو زیاتره چلوونکي پر نشه يي توکو روږدي دي چې د نشې په حالت کې په ډېرې بې احتیاطۍ موټر چلوي. ویل کېږي چې دغه چلوونکي زیاتره په چرسو روږدي دي او پر عمومي سړکونو تر ټاکلې اندازه ډېر ګړندی تګ کوي. د موټرو د ټکر وروستۍ زړه بوږنوونکې پېښه پرون د غزني د مقر اړوند سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د درېيو موټرو ټکر و چې په تېرو څو کلونو کې کمسارې پېښه ګڼل شوې او ګڼ انساني تلفات له ځان سره لري. د راپورونو له مخې، پرون سهار دوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېلو له یوه ټانګر موټر سره وجنګېدل چې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ نږدې شپېته کسان مړه او تر اویا ډېر په کې ټپیان شوي دي. دې پېښې د خلکو سخته غوسه راپارولې ده او پر حکومت نیوکه کوي چې د ترانسپورټي شرکتونو پر فعالیتونو څار نه کوي. الفت الله چې تېر کال د کابل- کندهار پر لویه لاره د همداسې یوې پېښې شاهد دی، وايي چې د ۳۰۳ موټر چلوونکي چې کله موټر ته کېني، په هوښ نه وي او د خلکو پر ژوند لوبې کوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: «ترانسپورټي شرکتونه خپلو چلوونکو ته شرط ږدي، که چېرې له ټاکلي وخت یو ساعت مخکې ورسېږي، نو نغدي انعام ورکوي، همدا لامل دی چې ډریوران د څو افغانیو لپاره د خلکو ژوند سره لوبې کوي.» د ترانسپورټ د چارو متخصص اکبر جان پولاد وايي، د هغو درېيو لاملونو له ډلې چې زیاتره د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو سبب کېږي، یو مهم یې په خپله ډرېور دی چې په افغانستان کې زیاتره پېښې له همدې امله رامنځته کېږي. د پولاد په وینا، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د ترافیکو ریاست په دې برخه کې لومړۍ درجه مسوولیت لري او دغو ادارو د ترافیکي پېښو د ګواښونو د راکمولو په برخه کې تر اوسه هېڅ کار نه دی کړی. هغه وویل چې د ترافیکو ریاست د موټر چلوونکو رواني او روغتیايي وضعیت ته پام نه کوي او د لویو لارو زیاتره چلوونکي پر نشه يي توکو روږدي کسان دي. نوموړي د ترانسپورټ وزارت ګرم وباله چې خصوصي ترانسپورټي شرکتونه یې خپلسرۍ ته پرېیښي دي او په دې برخه کې هېڅ ډول جدي مقررات نشته. ومو غوښتل په دې اړه د ترانسپورټ وزارت د ویاند نظر ولرو خو نوموړی په دې اړه خبرو ته حاضر نه شو. و به لیدل شي چې له پرونۍ خونړۍ پېښې وروسته حکومت په هېواد کې د ترافیکي پېښو د ګواښونو د کچې د کموالي په برخه کې چې هر کال د زرګونو انسانانو ژوند اخلي، څه کولی شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery