مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نېکولسن: افغانستان کې د داعش هڅې بې ځایه دي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان وايي، داعش د خپلو هڅو په پرتله په دغه هېواد کې نفوذ ونه شو کړای. جنرال جان مک نېکولسن دغه څرګندونې بلخ کې په يوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي. د ناټو قوماندان وویل، په افغانستان کې د داعش فعاليتونو له پيلېدلو سره سم دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه د هغوی پر وړاندې کار پېل کړ. نوموړي زياته کړه: ((داعش د طالبانو په پرتله خپلو جنګياليو ته ډېرې پيسې ورکوي، خو له افغان کلتور او فرهنګ سره د دوی پيغام او کړنې توپير لري، ځکه يې هڅې ناکامې دي.)) نوموړي زياته کړه، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې داعش کونړ ولايت ته د لېږدېدو په حال کې دی؛ خو هلته به يې پر وړاندې سخت نظامي عمليات وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery