دخپریدو نیټه : 2016-05-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نړېوال بانک: ۳۶ سلنه افغانان لا هم په فقر کې ژوند کوي
احمد فیصل
نړیوال بانک په خپله کلنۍ تحلیلي ارزونه کې د افغانستان اقتصادي ستونزې ژورې بللې دي. نړېوال بانک وايي، لا هم ۳۶ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او له افغان حکومته یې غوښتي، چې په کور دننه پانګونې ته زمینه برابره کړي. سرچینه زیاتوي، د نا امنیو او طبیعي پېښو له کبله ورځ تر بلې د بېکارۍ د زیاتېدا امکان شته او حکومت یې باید پر وړاندې پوره تیاری ونیسي. نړیوال بانک وړاندیز کړی چې د بېکارۍ د زیاتېدا مخنیوي لپاره همدا ډول افغان حکومت باید له خصوصي سکټور سره په ګډه کار او مرسته وکړي. نړیوال بانک بېکاري، طبیعي پېښې، خدماتو ته نه لاسرسی او تاوتریخوالي د بېوزلۍ لوی عوامل بللي دي.