دخپریدو نیټه : 2016-05-10 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
هند له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرسته کوي.
سید جلالي
دا څرګندونې نن د هندوستان سفیر د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محمد ګلاب منګل سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
له سرحدونو او قبایلو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محمد ګلاب منګل، نن سې شنبې د غویي د میاشتې په ۲۱ نېټه د هندوستان له سفیر ښاغلي منپریت وهرا سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
خبرپاڼه کاږي،چې محمد ګلاب منګل منپریت وهرا ته په افغانستان کې د سفیر په توګه د دندې مبارکي وویله او په اړوند چارو کې يې ورته د بریالیتوبونو هیله وکړه.
ښاغلي منګل وویل: افغانان له دوست هېواد هندوستان نه مننه کوي، چې په بېلا بېلو برخو کې یې له دغه هیواد سره مرستې کړې دي.
ښاغلي منګل د بېلګې په توګه له دفاع وزارت سره د الوتکو، د سلما بند، د پارلمان ودانۍ، د دلا رام سړک او ځینو نورو کلیدي پروژو چې د هند په مرسته جوړې شوې دي یادونه وکړه.
محمد ګلاب منګل زیاته کړه چې وزارت یې د سرحدي ولایتونو او لیري پرتو سیمو هغو ځوانانو ته، چې د امنیتي ستونزو له امله پخپلو ولایتونو کې زده کړه نه شي کولی، په کابل کې د دې وزارت په اړو ندو لیسو کې د زده کړو زمینه مساعده کړې ده، چې د ده په خبره اوس مهال په کې شاوخوا پنځه زره زده کوونکي زده کړه کوي.
ښاغي منګل هیله وښوده چې هند به د پخوا په څېر ورسره د تحصیلي بورسونو په ورکولو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په کابل کې د هندوستان سفیر ښاغلي منپریټ وهرا په ډاګه کړه، چې د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه به هڅې کوي او له افغانانو سره د سولې، امنیت او بیارغونې په برخو کې د همکارۍ ژمنه یې وکړه .
منپریټ ژمنه وکړه، چې په تحصلي بورسونو کې به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.