دخپریدو نیټه : 2016-05-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
زاخېلوال: لا تر اوسه د (TUTAP) په نامه هېڅ عملي پروژه وجود نه لري
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د هېواد د مالیې پخوانی وزیر او په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د هېوادالو ترمنځ د ټوټاپ پروژې په اړه ناسم پوهاوی شوی او په افغانستان کې د ټوتاپ په نوم تر اوسه د پروژې هېڅ کومه عملي طرحه نه شته.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې یو شمېر هېوادوال اعتراضونه کوي چې د ټوټاپ په نوم د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی دې د بامیانو له لارې تېر شي.
خو د انرژۍ د برخې متخصصین او د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال وايي چې ټوټاپ د اسیا پراختیايي بانک له خوا یوازې د یوې طرحې او نظر په توګه پاتې ده او په دې برخه کې د خلکو ترمنځ ناسم پوهاوی شوی دی.
زاخېلوال په دې اړه په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي:«په خواشینۍ سره وینم چې د ټوټاپ(TUTAP) په نامه د یوې پروژې پر سر قومي مخالفتونو او دریځونو د هېواد ملي یووالی په ډېر حساس وخت کې له ننګونو سره مخ کړی، د ذهنونو د روښانتیا لپاره د هېواد د مالیې د پخواني وزیر په توګه چې د ټولو سترو ملی پروژو په اړوند معلومات لرم، د مسوولیت احساس کوم چې په ډاګه کړم چې لا تر اوسه د (TUTAP) په نامه هېڅ عملي پروژه وجود نه لري.»
زاخېلوال وايي، ټوټاپ اوسمهال یواځې د اسیا پراختیايي بانک سره د یوې طرحې او نظریې په کچه وجود لري.
نوموړي په دې خواشیني څرګنده کړې چې د اسیا پراختیايي بانک پخوانۍ تمویل شوې پروژې د نویو او د ټوټاپ تر نامه لاندې معرفي شوې دي چې د خلکو ترمنځ د ناسم پوهاوی او روانو ناندریو لامل ګرځېدلي دي.
زاخیلوال له دې وړاندې هم ویلي وو چې ولسمشر غني د امریکا، چاپان، جرمني او نورو هېوادونو زړې مرستې د نوو مرستو په نوم یادې کړي دي، په داسې حال کې چې ددغو مرستو ژمنه د توکیو په کنفرانس کې شوې وه.
د برېښنا د برخې متخصصین هم وايي چې وايي چې د ټوټاپ په نوم کې تېروتنه شوې ده او د ترکمنستان ۱۰۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا ته چې له پلخمري څخه د سالنګ یا بامیان له لارې کابل او بیا سوېلي ولایتونو ته غځول کېږي، د ټوټاپ نوم ورکول کېږي.
د برېښنا انجنیر روح الله ساحل وايي ټوټاپ د سیمې په کچه د انرژۍ ستره پروژه ده چې لا هم د تصور په حد کې ده.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دا دمنځنۍ او سوېلي اسیا د پنځو هېوادونو (ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ د برېښنا سیستم د شبکې د یو کولو طرحه ده.
د هغه د معلوماتو له مخې دا نظریه د اسیا پراختیايي بانک له خوا وړاندې شوې ده، چې تر اوسه غړي هېوادونه د پروژې په اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
ده وویل:«تصور داسې دی چې د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان شبکې په موازي توګه کار وکړي او د موازي اتصال کار یې په افغانستان کې وشي.»
خو انجنیر روح الله ساحل زیاتوي، چې په دې اړه لا ټول هېوادونه سلا شوې نه دي چې ایا د برېښنا دا اتصال لپاره یو واحد سیستم رامنځته شي او که نه؟
ساحل زیاته کړه، د برېښنا سیستمونو د موازي اتصال لپاره د ټولو لینونو د ولټاژ او پاور یو کېدل اړین دي، خو ستونزه دا ده چې د ترکمنستان اوسنی سیستم له ایران سره موازي کار کوي.
هغه وايي چې د دې ټولو هېوادونو سلا کېدل وخت نیسي، ځکه چې د دې پروژې د بریا لپاره ټول هېوادونه باید قانع شي او له همدې ښايي دا کار په پړاویزه توګه وشي.
نوموړي وویل، افغانستان ته له ترکمنستان څخه د برېښنا د لېږد کار تازه پیل شوی دی چې دا د ټوټاپ یوه برخه ده او د ډېرو نورو وړو پروژه ټولګه ویلی شو.
دی زیاتوي، چې په دې ډله کې جنجالي هغه یې له پلخمري څخه د کابل تر ارغندې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه لین د غځولو مسیر دی او دا پروژه د ټوټاپ د ټولې پروژې ډېره کوچنۍ برخه جوړوي.
د روح الله ساحل په وینا، رسنۍ او سیاسیون دغې پروژې ته د ټوټاپ نوم کاروي، په داسې حال کې چې دا د ټوټاپ د پروژې د طرحې یوه کوچنۍ برخه ده.
سیاسي کارپوهان وايي چې حکومت خلک خیالي پروژو ته هیله من کوي او دا چاره به حکومت ته بدې پایلې ولري.