دخپریدو نیټه : 2016-05-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
غني: ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وايي، ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني او پر ضد يې مبارزه سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا لري. ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د تاجکستان له ولسشمر امام علي رحمان سره د هغه هېواد پلازمینه دوشنبې کې یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې وکړې. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي، چې ترهګري نه دین، نه سرحد او نه ملت پېژني او پر ضد يې مبارزه سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا لري. نوموړي دغه راز ویلي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بشپړ ملاتړ کوي او افغانستان به د یادې پروژې په برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي. د تاجکستان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کې به په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار عملاً پیل شي. هغه زیاته کړه، د دې پروژې تطبیق د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د هېوادونو او ولسونو د ژوند په پرمختګ، هوساینه او ابادۍ کې به پام وړ اغېز ولري.