دخپریدو نیټه : 2016-05-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ټرمپ او سنډرز د امریکا دوو ایالتونو کې لومړنۍ ټاکنې وګټلې
احمد فیصل
د امریکا ولسمشرۍ ته په مقدماتي ټاکنو کې برني سنډرز غربي ویرجینیا کې هلري کلنټن ته ماتې ورکړه. سناتور سنډرز که څه هم په خپل ګوند کې له کلنټن ډېر وروسته دی، خو د غربي ویرجینیا بریا یې په مقدماتي ټاکنو کې مبارزې ته هڅولی شي. کلنټن یوازې د سلو په شاوخوا کې استازو ته اړتیا لري، چې ولسمشرۍ ته د ډیموکراټانو د وروستۍ نوماندې په توګه پاتې شي، خو برني سنډرز بیا ترې لرې دی. دغه راز د جمهوري غوښتونکو نوماند او نیویارکی ملیاردر ډونالډ ټرمپ په نبراسکا ایالت کې د مقدماتي ټاکنو قاطع ګټونکی اعلان شو. ډېر امکان شته، چې نوموړی له خپل ګوند څخه سپینې ماڼۍ ته د اصلي نوماند په توګه پاتې شي.