دخپریدو نیټه : 2016-05-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
یوه پیړۍ وروسته د سراج تاریخي کلا د جوړیدو چارې پیل شوې:
نن ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د یوې پیړۍ او ۷ کالونو وروسته په لغمان ولایت کې د سراج د تاریخي کلا د جوړیدو چارې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي اداري او ګرځندوی مرستیال زردشت شمس لخوا پیل شوې.په مراسمو کې ګڼ شمیر علمي او فرهنګي شخصیتونو،مخورو مشرانو،د خلکو استازو، د مدني ټولنو فعالینو او خبریالانو برخه اخیستې وه.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه تاریخي کلا د بیارغونې په اړه ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د لغمان ولایت ولسونو ته مبارکي ورکړه او پر دې یې خوښي څرګنده کړه چې تر ۱۰۷ کالونو وروسته د افغانستان یوه تاریخي شتمني ژغوري.
عبدالجبار نعیمي سراج تاریخي کلا د لغمان ولایت د ښایست،تاریخ او پیژندنې غوره نښه او ځانګړتیا یاده کړه او د دغه کلا رغونه یې د خپل ماموریت تر ټولو ستره لاسته راوړنه وبلله.
لغمان والي وویل چې جګړې نه یواځي بشري غمیزې منځته راوړي بلکې د یو ملت مادي او معنوي شتمنۍ تباه کوي، چې ښه بېلګه یې سراج تاریخي کلا ده چې په تیرو جګړو کې ورته سخت زیان ورسید،دنګه مانۍ یې ویجاړه شوه او هر تاریخي دیوال یې ونړید.
عبدالجبار نعیمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د دوی وړاندیز ته یې مثبت ځواب ورکړ او د کلا د رغونې لپاره یې بودجه منظوره کړه نوموړي وویل چې د کلا پر بیارغونه(۱۸۰۵۶۶۰۰) اتلس میلیونه،شپږ پنځوس زره،شپږسوه افغانۍ لګښت راځي چې په خپله تاریخي بڼه به په دوه کالونو کې ورغول شي.
لغمان والي پر ولسونو غږ وکړ چې خپل تاریخ او ملي شتمنۍ وساتي او د اوسنۍ روانې جګړې په مخنیوي کې له نظام سره همکار شي ځکه چې دغه جګړه د افغانستان د ولس،نظام،هویت او تاریخ پرضد روانه ده،ولسونو ته یې دا ډاډ هم ورکړ چې نورې سترې او مهمې پروژې به هم په دغه ولایت کې پلي کړي.
علمي او فرهنګي شخصیتونو د خپلو خبرو پرمهال د لغمان والي د دې تاریخي او ملي ګام ستاینه وکړه چې تر زیاتو تلاشونو وروسته یې د لغمان د خلکو لپاره بنسټیز خدمت وکړ او د سراج د تاریخي کلا د جوړیدو چارې یې پیل کړې.
د یادونې وړ ده چې دغه کلا په ۱۲۸۸ لمریز کال کې د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې چې د عصر په ټولو سینګارونو مزینه وه،رزم او بزم یې یوه ښکلې ننداره جوړه کړې وه چې له بدمرغه د شاهي واکمنۍ تر پای ته رسیدو وروسته شویو جګړو له امله ویجاړه او په یوه کنډواله بدله شوه مګر تاریخي قوت او نوم یې لا هم هسک وو،ځکه ولایتي ادارې هوډ وکړ چې دغه کلا وژغوري او د تیرو جګړو ټول انځورونه د امن،سولې او جوړونې په انځورونو بدل کړي.