مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغانستان دې پنځمه څلور اړخیزه غونډه تحریم کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
شنونکي وايي چې افغانستان باید د سولې په برخه کې د پاکستان پر وړاندې پر خپل اوسني دریځ ودرېږي او په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې دې ګډون نه کوي. د شنونکو په وینا، په دې ناکامو پروسو کې د افغانستان یو ځل بیا ګډون به وښيي چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې په خپل بهرني سیاست کې ثابت نه دی. د سولې څلور اړخیز بهیر د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان په ګډون د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې پیل شو. د دې پروسې څلور غونډې ترسره شوې چې غړو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلېدو ملاتړ کړی و. د څلور اړخیزو بهیر د ژمنو له مخې، پاکستان دوه میاشتې مخکې باید وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنولي وای، خو پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړی. دغه راز د ژمنې له مخې، د سولې له خبرو انکار کوونکې ډلې باید د غړو هېوادونو تر پوځي فشار لاندې راغلې وای چې دا ژمنه هم نقض شوه. افغان حکومت پاکستان د سولې په خبرو کې پر نه همکارۍ تورن کړ او په کابل کې د رجال برجسته ریاست پر ودانۍ د وسله والو طالبانو تر خونړي برید وروسته پاکستان ته لا ډېره د ملامتیا ګوته ونیول شوه. ولسمشر اشرف غني شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، له پاکستانه دا تمه نه لري چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو د څلور اړخیز بهیر د ژمنو پر بنسټ د طالبانو پر وړاندې باید پوځي عملیات وکړي. اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د څلور اړخیز بهیر د پنځمې ناستې لپاره چمتووالی روان دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هڅې روانې دي چې د روانې مې میاشتې په وروستیو کې د څلور اړخیزې کمېټې پنځمه ناسته ترسره شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه تازه خبري غونډه کې زیاته کړې، که څه هم د دې غونډې نېټه نه ده ټاکل شوې، خو په همدې میاشت کې په پام کې ده او په ورته وخت کې به له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو هڅې هم جاري وي. د افغانستان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه غور کوي. خو شنونکي وايي چې حکومت باید پر خپل دغه دریځ چې پاکستان دې یوازې په خپله خاوره کې د وسله والو پر ضد اقدام وکړي، ودرېږي او له پاکستانه دې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو تمه نه کوي. شنونکي دا ډول ناستې چې تل بې نتیجې پای ته رسېدلې دي، د وخت ضایع کول بولي. د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وايي چې دغه پروسه له پیله ناکامه وه او د خلکو له نیوکو سره سره حکومت بیا هم دوام ورکړ. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: «تر څو چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تضمین نه وي، دا غونډې هېڅ ډول نتیجه نه ورکوي. د افغانستان حکومت دې راتلونکې غونډه تحریم کړي؛ ځکه چې پاکستان په دې سره یو ځل بیا غواړي چې افغانان وغولوي.» ده زیاته کړه چې افغانستان باید له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره نوې تګلاره جوړه کړي. بل شنونکی نظر محمد مطمین هم وايي چې د افغانستان حکومت باید د اوسني میکانيزم پر ځای د سولې د خبرو لپاره یو بین الافغاني چوکاټ ته زمینه برابره کړي. د هغه په خبره، که په راتلونکې غونډه کې د طالبانو په استازیتوب کوم څوک په خبرو کې ګډون کوي، نو دا به خامخا د پاکستان په فشار ترسره کېږي چې په هېڅ ډول به نتیجه ونه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery