مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ایلیوټ انګل: طالبان ترهګر دي

احمد فیصل
د متحده ایالاتو د کانګرس مخکښ غړی ایلیوت انګل وایي، طالبان ترهګر دي، خو د ترهګرو په لېست کې ددې ډلې شاملول کیدای شي د افغانستان د سولې خبرو ته تاوان ورسوي. انګل له امریکا غږ سره په مرکه کې په ټېنګار ویلي، چې طالبان د جنګ له لارې واک ته نه شي رسېدای او باید هغه څه غوره کړي، چې ولس یې ترې تمه لري. هغه دغه راز ویلي، چې امریکایان په افغانستان کې په ستونزو کې ګېر شوي او اوس نه شي کولای، چې ټول سرتیري له دغه هېواده وباسي. مخکښ سناتور ایلیوت انګل د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ‌ډېرې پیسې مصرف کړي، وینه یې تویه کړې او خپل وخت یې مصرف کړی، چې دې ته په کتو به دغه هېواد ژر پرېنږدي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery