دخپریدو نیټه : 2016-05-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
فاریاب کې یوه محلي پولیس خپل طالب زوی وژلی دی
احمد فیصل
فارياب ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان پر راغونډو شوو طالبانو د بريد په پايله کې د خپل زوى په ګډون ددې ډلې څلور کسان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. د فارياب د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل نظام الدين وايي، د عبدالبصير په نوم د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د دې ولسوالۍ په زيارتګاه سيمه کې د طالبانو پر ډلې بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې دده د زوى په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه پېښه کې يو سيمه ييز پوليس او درې طالبان ټپيان شوي دي. سرچینې زیاته کړې، د ياد قوماندان زوى ٢٣ کلن سيدمحمد له زياتې مودې راهيسې له طالبانو سره همکار و، طالبانو ته يې وسلې او مهمات لېږدول، چې د خپل پلار له لوري و وژل شو.