دخپریدو نیټه : 2016-05-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پر ډیورنډ کرښه د پاکستان تحرکات لا هم دوام لري
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
مشرانو جرګه وایي، سره له دې چې حکومت افغان لوري ته د انګور اډې د تاسیساتو سپارل کېدو خبره کوي، خو پاکستان لا هم په یاده سیمه کې تاسیسات او تحرکات لري او یو شمېر پوستې یې پر ځای پاتې دي.
د جرګېپه پرونۍ غونډه کې ځینو سناتورانو وويل، د پاکستاني ملېشه وو د تحرکاتو په تړاو باید د سرحدي پولیسو مسئولان وپوښتل شي او حکومت یې باید د ورته چارې د دوام مخه ونیسي.
په مشرانو جرګه کې د پکتیکا او پکتیا استازو وویل چې انګور اډې ته څېرمه د پاکستان ځینې پوستې پر ځای پاتې دي او که مخه یې ونه نیول شي ښایي په سیمه کې تازه پوستې جوړې کړي.
سناتور عثمان رحماني وويل چې پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې له سپارل شوو تاسیساتو سره نږدې په څو برخو کې د پاکستاني ځواکونو نورې پوستې هم شته چې باید افغان لوري ته سپارل شوې وای.
هغه زیاتوي چې په دې اړه د دفاع وزارت پلاوی خبر دی او باید پوښتنه ترې وشي چې ولې افغان لوري ته نه دي سپارل شوې.
دغه راز د پکتیکا سناتور جمعه دین ګیانوال هم وویل چې له انګور اډې سره نږدې په ځینو سیمو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ځینې نورې پوستې هم شته.
هغه زیاتوي چې دغه ډول پوستې یوازې په دې سیمه کې نه، بلکې په خوست کې یې هم د افغانستان په خاوره کې دننه جوړې کړې دي او په کار ده چې حکومت یې په اړه جدي تمصیم ونیسي.
په مشرانو جرګه د خوست استازی محمد اجان منګل بیا له ډیورنډ کرښې سره د پاکستان له خوا د تاسیساتو په جوړېدو کې سرحدي پولیس ګرم بولي.
هغه زیاتوي چې د تاسیساتو په مخنیوي کې سرحدي پولیس مسوولیت لري، دا چې مخه یې نه ده نیولې نو باید پوښتنه ترې وشي او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
په اخر کې د مشرانو جرګې رییس وویل چې د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د افغانستان د ټول ملت مسوولیت دی، خو حکومت ته په کار ده چې په خپله خاوره کې د نورو له خوا د تاسیساتو او یا نورو تحرکاتو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه چې حکومت ته لازمه ده څو د دې ستونزې په هواري کې د هېواد عظیم تاریخ تر سوال لاندې را نه ولي.
د یادونې ده، ډیورنډ کرښې ته څېرمه دغه پوځي تاسیسات او دروازه چې څو کلیومتره دننه د افغانستان په خاوره کې جوړ شوي، هغه مهال پاکستاني سرحدي چارواکو له ځایي اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې د ډیورنډ پورې غاړې ته د تګ راتګ پر مهال له یادې دروازې استفاده وکړي.
له دې وړاندې سرنوشت ورځپاڼې هم په سرحدي سیمو کې د پاکستان د ډیموګرافیکي سروې په تړاو راپور خپور کړی و او روانه اونۍ د خوست استازو هم په تڼیو ولسوالۍ کې د پاکستان د تحرکاتو په تړاو خبر ورکړ.
مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ د مالیې وزیر د بروکسل او وارسا نړیوالو ناستو ته د چمتووالي په هدف ور غوښتی و چې په تړاو یې د جرګې غړو ته معلومات ورکړل.