دخپریدو نیټه : 2016-05-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سیاف: مجاهدین ستا پلار هم له نظامه نه شي څنډې ته کولی
احمد فیصل
جهادي مشر استاد سیاف وايي، حکومت ته یې ډېرې مشورې ورکړې او خپل مسوولیت یې ادا کړی دی، خو د ځینو فرعي کسانو له خولې داسې اورېدل کېږي چې مجاهدین مو څنډې ته کړې دي، مجاهدین د چا پلار هم له نظامه نه شي څنډې ته کولی.
سیاف دا څرګندونې له هغې وروسته کوي، چې د ولسمشر میرمن رولا غني څه موده وړاندې امریکا کې یوې غونډې ته وویل، چې مجاهدین نور زاړه شوي او افغانستان کې یوازې د اوسېدو حق لري. ښايي د دغه پخواني جهادي قوماندان مخاطبه هم د ولسمشر میرمن رولا غني وي.